د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې الرونډر لوبغاړی عظمتالله عمرزی د ۲۰۲۴ کال ایپياېل لوبو لپاره اخیستل شوی دی.
عمرزی د ۲۰۲۴ کال ایپياېل سیالیو لپاره د لوبغاړو پېر یا بولۍ کې د ګوجرات ټایټنز لوبډلې لهخوا اخیستل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دې لوبډلې نوموړی په ۵۰ لکه هندۍ کلدارو وپېره.
ګوجرات ټایټنز لوبډله کې دوه نور افغان لوبغاړي راشدخان او نوراحمد هم لوبېږي چې تېر کال یې له دې لوبډلې سره د ایپياېل لیګ تر پایلوبې سیالي وکړې.
د ۲۰۲۴ ایپياېل سیالیو په لړ کې پنځه افغان لوبغاړي راشدخان، نوراحمد، رحمنالله ګربز، نوینالحق او فضلالحق فاروقي د خپلو لوبډلو لهخوا له ځان سره ساتل شوي دي.
د ایپياېل د بولۍ رووستي نوملړ کې د لس افغان لوبغاړو نومونه راغلي چې تر دې مهاله له دې لوبډلو یوازې عظمتالله عمرزی اخیستل شوی دی.
محمدنبي، نجیبالله ځدراڼ، مجیبالرحمن، ابراهیم ځدراڼ، اللهمحمد غنضغر، محمدوقار سلامخېل، قیساحمد، فرید ملک او اظهارالحق نوید هغه لوبغاړي دي چې بولۍ ته به وړاندې شي.
په ورته مهال د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر پات کمنس چې د څو ساعتو لپاره د ایپياېل تاریخ تر ټولو ګران بیه لوبغاړی اعلان شوی و، مېچل سټارک یې دا ریکارډ مات کړ.
پات کمنس د ۲۰۲۴ کال ایپياېل سیالیو لپاره د لوبغاړو پېر یا بولۍ کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې لهخوا په ۲۰.۵۰ میلیونه هندۍ کلدارې «۳.۶۷ میلیونه ډالر» اخیستل شوی دی.
د پات کمنس تر لوبډلمشرۍ لاندې مېچل سټارک بیا د کلکتې نایټرایډرز لوبډلې له لوري په ۲۴.۷۵ کروړه هندۍ کلدارۍ اخیستل شوی چې تر دې مهاله د یاد لیګ د پېر تر ټولو لوړه بیه شمېرل کېږي.