د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې «یونېسف» د اسیا پرمختیايي بانک په مالي تمویل او د روغتیايي پرمختګ (OHPM) موسسې په تطبیق، هلمند کې روغتیايي مرکزونو سره د ۸۳۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي او غیرېطبي توکو مرسته وکړه.
ځايي مسوولان وايي، په دغو مرستو کې ۶ عرادې بیاځلې ترمیم شوي امبولانسونه، ۷۹ موټرسایکلونه، ۲۲۴ طبي المارۍ او څوکۍ، د ۱۹ روغتیايي مرکزونو لپاره د سولر برښنا سېسټم، د ۱۸ روغتیايي مرکزونو لپاره کمپوټرونه او نور بېلابېل توکي شاملېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هلمند کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې ولایتي مسوول محمدذاکر اینوا وویل، د دغو مرستو له لارې به ۲۰۲۴ کال کې هلمند کې د شته روغتیایي مرکزونو په مټ معیاري خدمات وړاندې شي.
هغه وویل: «یاده پروژه ۸ سوه ۳۵ زره امریکایي ډالره ده. دا به د دې ولایت په هغه روغتیایي مرکزونو کې ولګول شي چې اړتیا ورته زیاته لیدل کېږي. موږ پلان لرو چې د دغه پروژو په تطبیق سره هلمند کې د شته روغتیایي مرکزونو پر مټ معیاري روغتیايې خدمات ولري.»
په ورته مهال د هلمند مسوولان وايي، د یونېسف له لوري د طبي او غیرطبي وسایلو شوې مرسته به تر یوه ځایه لرو پرتو سیمو کې روغتیايي ستونزې حل کړي.
دوی له اړوندو ادارو د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کوي. د هلمند والي مولوي عبدالرحمن کندوزي وویل: «د هلمند په لرو-پرتو ولسوالیو کي خلک له لومړي روغیتایي خدماتو ته لاسرسی نهلري او د هغوی ناروغان پر وخت تر صحي مرکزونو نهرسېږي او د دغه طبي او غیرېطبي توکو په ورکولو سره به په هغه ولسوالیو په مرګزنوکې به به د خلکو زیاتي ستونزي ورسره حل شي.»
بلخوا د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سیعد هم وايي چې یونېسف دې د روغتیا برخه کې لا نورې مرستې هم وکړي. «زموږ د یونېسف له محترم مسوول چې همدلته حضور لري غوښتنه ترې کوو چي د صحت برخه کې کومک وکړي، ځکه وزارت کارونه يې موږ خلاص کړي، زموږ کلینکان باید ارتقا وکړي.»
هلمند کې روغتیايي برخې سره دغه مرستې داسې مهال کیږي چې لاهم د دې ولایت په لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې ګڼ شمېر خلک له روغتیايې خدماتو بېبرخې پاته دي.