د خبریالانو نړیوال فدراسیون وايي چې د روان میلادي کال پر مهال نړۍ کې تر دې مهاله ۹۴ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
د خبريالانو نړيوال فدراسيون لهخوا تازه په یوه راپور کې ویل شوي چې سږکال د غزې نښتو کې د خبريالانو د وژنې څه باندې ۷۲ سلنه پېښې ثبت شوي چې له ۱۹۹۰ کال راهيسې په پوځي جګړو کې د وژل شويو خبريالانو تر ټولو لوړه شمېره ښيي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په دغه راپور کې د خبریالانو د نړیوال فدراسیون مشر دومینیک پرادالیه د نښتو او وینو تویېدنې د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې.
په دغه راپور کې راغلي: «نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه د جرمونو نړیواله محکمه باید خپلو مسوولیتونو ته پام وکړي او هغه کسان محاکمه کړي چې پر خبریالانو یې د برید امر کړی دی.»
د خبریالانو نړیوال فدراسیون په راپور کې دا هم ویل شوي چې سږکال په اسیا کې اووه خبریالان وژل شوي چې افغانستان هم پهکې شامل دی.
په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ (نی) مشر ظریف کریمي سلاموطندار ته وویل چې هېواد کې د خبریالانو خوندیتوب لاهم د ژورنالیستانو د فعالیتونو پر وړاندې له سترو ننګونو څخه شمېرل کېږي.
هغه وویل: «خبریال ډېر کم د امنیتي ستونزو له امله ګوتنیونکي «انتقادي» راپورونه جوړوي، غوښتنه مو دا ده چې د خبریالانو امنیت خوندي شي.»
د خبريالانو نړيوال فدراسيون د خپور شوي راپور يوه برخه په نړۍ کې د خبريالانو له نیولو سره تړاو لري.
د دغه سازمان د شمېرو له مخې، دامهال په ټوله نړۍ کې ٣٩٣ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي د خپلو رسنيزو فعاليتونو له امله په بند کې دي.
له دې سره هممهاله دایکندي کې د نسيم راډيو مدیر مسوول سلطان علي جوادي هم د سرپرست حکومت له لوري نیول شوی او دا مهال په بند کې دی.
د دایکندي او د سترې محکمې چارواکو سلاموطندار ته وویل، علي جوادي د سرپرست حکومت پر ضد د تبلیغاتو په تور په یو کال بند محکوم شوی.
اسماعیل چې د هغه له خپلوانو څخه دی سلام وطندار ته وویل: «په یوه کال بند د محکومېدو لپاره موجه دلیل نهلري، خو څه چې حکومت وايي له بهرنیو رسنیو سره یې کار کاوه.»
په همدې حال کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي، د تېرو دوو کلونو پر مهال هېواد کې یو یا دوه خبریالان وژل شوي؛ خو دغه وزارت د خبریالانو خوندیتوب لپاره د هڅو ډاډ ورکوي.
د یاد وزارت د نشراتو مرستیال حیاتالله مهاجر فراهي سلام وطندار ته وویل: «له هغه وخت راهیسې چې ا.ا واک ترلاسه کړی، د خبریالانو د وژنې پېښې صفر ته ښکته شوي، خو تېرو دوو کلونو کې یوه یا دوه پېښې ثبت شوي چې مزارشریف کې رامنځته شوي دي.»
که څه هم په وروستیو دوو کلونو کې د خبریالانو فزیکي امنیت د پخوا په پرتله زیات شوی، خو یوشمېر خبریالان بیا وايي، اوس دوی د سانسور او د کاري امنیت نشتوالي په څېر نویو ستونزو سره مخ دي.