د اوکراین د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد پر وړاندې د روسیې د جګړې پلوي او د اورتودوکس کلیسا مشر یې د څار نوملړ کې شامل کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت «جمعه، ډسمبر ۱۵مه» وروسته له هغې نوموړی د څار نوملړ ته وراضافه کړی چې د یاد هېواد امنیتي ادارو نوموړی د کېیف پر وړاندې د روسیې په روانه جګړه کې په لاس لرلو تورن کړ.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
رویټرز خبري اژانس نن شنبه د ډسمبر ۱۶مه راپور ورکړی چې د اوکراین دغه ګام سمبولیک دی، ځکه د کلسیا مشر پاتریارک کرېل روسیه کې دی او د نیونې ګواښ ورته نهدی پېښ.
د اوکراین د کورنیو چارو وزارت تر څار لاندې د کسانو نوملړ کې د کرېل پېژندنې په اړه د نوموړي نوم او نورې ځانګړتیاوې په ډاګه کړې دي.
ویل کېږي هغه د نومبر له یوولسمې نادرکه و.
د اورتودوکس عیسویت چې اوکراین کې ډېر پېروان لري، د یاد هېواد چارواکو د اورتدوکس د هغې څانګې روحانیونو په اړه جنايي قضیې پرانېستې چې یو وخت یې د روسیې او کرېل کلیسا سره مستقیمې اړیکې لرلې.