د کندهار د سرې میاشتې ریاست مسوولان وايي چې هره ورځ دغه ولایت کې له پاکستان څخه راستنېدونکو لسګونو کسانو ته روغتایيي خدمات وړاندې کوي.
کندهار د سرې میاشتې ریاست امر شعباغا سلاموطندار ته وویل چې د یاد ریاست د روغتیايي پرسونل یوشمېر ټیمونه بولدک، تختهپل ولسوالي او کندهار ښار کي د راستانه شویو کډوالو پر درملنه بوخت دي او هر ورځ تر ٩٠٠ کسان تداوي کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یاد ریاست د نشراتو مدیر شعیباغا همداراز زیاته کړه چې د کندهار ښار او تختهپول ولسوالي کې د سرې میاشتې ریاست له لورې ۲۵۰ کورنیو ته چې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان کېږي، خوراکي توکي وېشلې دي.
د نوموړي په وینا، دغه ریاست په ورځنۍ کچه له ٥٠٠ څخه تر ١٢٠٠ کډوالو او ١٠٠ څخه تر ٢٥٠ کورنیو پورې ثبتوي او دغو راستانه شویوکډوالو ته د خوراکي توکو ترڅنګ روغتیايي خدمات هم وړاندې کوي.