Asset 1SWN

اُوبر د لندن تورو ټکسي موټرو د ترلاسه کولو په لټه کې دی

FILE PHOTO: A photo illustration shows the Uber app and a black cab in London, Britain June 26, 2018. REUTERS/Simon Dawson/Illustration/File Photo

د مسافرو د لېږد رالېږد «اوبر» کمپنۍ مسوولان وايي چې راتلونکی کال به د لندن تورو ټکسي موټرو لپاره خپل «پلټفارم» جوړ کړي.

د یادې کمپنۍ په وینا، د دې پلټفارم په جوړېدو سره به هڅه وکړي، څو له یوې لسیزې جنجالونو وروسته د انګلستان پلازمېنې تور ټکسي موټر راجلب کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د لندن د تورو ټکسي موټر چلوونکي له اوبر کمپنۍ سره له کلونو راهیسې د نظر اختلاف لري او په وینا یې، دغه کمپنۍ یې کاروبار ورخرابوي.

د لندن تورو ټکسي موټر چلوونکي باید د «پوهې» په نوم ازموینه ورکړي چې دې ازموینه کې باید موټرچلوونکی د لندن ښار دننه زرګونه سړکونه او لارې خپل ذهن کې خوندي کړي او د ښار هر ځای ورته معلوم وي.

اوبر به د ۲۰۲۴ کال په لومړنیو کې ټکسي چلوونکو ته دا امکان برابر کړي چې د یوه اپ په مرسته ریزرف شویو ځایونو ته ځان ورسوي. اوبر له کمېشن پرته د لومړیو شپږو میاشتو لپاره د قرارداد وړاندیز هم کړی دی.

خو د لندن تورو ټکسي موټرچلوونکو بیا د یاد شرکت دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې دوی ته داسې څه نه‌دي وړاندیز شوي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د لندن تورې ټکسي د دغه هېواد یوزایني موټر دي چې مسافر له یوه ځایه بل ځای ته لېږدوي او کولای شي چې د نورو اپونو په مرسته هم ریزرف شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام