Asset 1SWN

هلمند کې یوه درې کلنه نجلۍ د اوبو ژورې څاه ته لوېدلې

ژوره څاه

د هلمند د مارجې ولسوالي د سستاني کمزو سیمې اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې یاده سیمه کې د اوبو یوې ژورې څاه ته درې کلنه نجلۍ لوېدلې ده.

د یادې ولسوالي یوه اوسېدونکي نیازمحمد ارشاد وویل چې دغه نجلۍ پرون جمعه د لړم ۲۶مه دې څاه ته لوېدلې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، یادې نجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړی او هڅې روانې دي چې جسد یې څاه څخه راوباسي. هغه زیاته کړه چې سیمه ته د ژغورنې یوه ډله ورغلې، خو د نجلۍ پر رااېستلو نه‌دي بریالي شوي.

د هلمند محلي مسوولان بیا د یادې پېښې په تړاو بې‌خبري ښيي.

د نږدې یوې اوونۍ په ترڅ کې دا دویم ماشوم دی چې په سوېلي ولایتونو کې د اوبو ژورې څاته لوېږي. له دې وړاندې زابل کې هم یو ماشوم د اوبو ژورې څاه ته لوېدلی و.

دا لومړی ځل نه دی چې زابل کې د اوبو ژورې څاه ته ماشوم لوېږي، له دې وړاندې هم دغه او څنګ‌ لوریو ولایتونو کې ماشومان څاګانو ته لوېدلي چې ډېرو یې خپله ژوند له لاسه ورکړی دی.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت خلکو ته سپارښتنه کړې چې د خپلو ژورو څاه‌ګانو سرونه پټ کړي، خو له دې سپارښتنې سربېره لا هم وخت ناوخت د هېواد له بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه سوېلي ولایتونو څخه د ورته پېښو خبرونه ورکول کېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د ټولو ولایتونو والیانو، امنیې قومندانانو او ولسوالانو ته سپارښتنه کړې وه چې د خپلو ولایتونو کې د ژورو څاه‌ګانو مالکانو ته خبر ورکړي، څو د څاه‌ګانو سرونه پټ کړي او د ناغېړۍ په صورت کې به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام