د خوست امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې هغه درې امنیتي کسان نیولي چې په خپلسري او په زور یې د یوه ځوان د سر وېښتان او برېتونه قیچي کړي و.
د خوست د امنیې قومنداني په يوې خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د امنيه قومندان په هدايت هغه نظامي کسان نیول شوي چې په خپلسري او غیرقانوني توګه یې څو ورځې وړاندې د یو ځوان د سر وېښتان او بریتونه قیچي کړي وو او ویډیویې ترې کړې وه.
د امنيه قومنداني په خبرپاڼه کې ويل شوي له محاکمو پرته یاده کړنه غیرقانوني او خپلسري بللې او وايي چې هېچا ته به اجازه ورنهکړي، «څو د خلکو له حیثیت، وقار او انساني کرامت سره لوبې وکړي.»
له تېرو څو ورځې راهیسې پر ټولنيزو رسنيو يوه ويډيو لاس په لاس کېږي چې پهکې ځینې نظامي کسان د يوه کس د سر وېښتان او بريتونه قيچي کوي.
پر ټولنیزو رسنیو دغه کړنه په پراخه کچه غندل شوې او ناوړه عمل بلل شوی دی.
د خوست د امنیې قومنداني په خبرپاڼه کې دا نهدي ویل شوي چې دغه کسان د کوم امنیتي ارګان اړوند دي او دا هم نهده په ډاګه شوې چې یاد کسان کله او څه ډول نیول شوې دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د خوست امنیه قومندان هغه کس چې د امنیتي ځواکونو له لوري یې د سر وېښتان او بریتونه قیچي شوي و، نن خپل دفتر ته ورغوښتی و.