Asset 1SWN

جوبایډن: غزه کې روغتونونه باید خوندي وساتل شي

Mandatory Credit: Photo by Ronen Tivony/SOPA Images/Shutterstock (10574651h)
Former Vice President and Democratic presidential candidate Joe Biden speaks during a campaign rally in Los Angeles.
Joe Biden Presidential Election Campaign, Los Angeles, USA - 03 Mar 2020

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي چې د غزې تړانګې کې تر ټولو لوی الشِفا روغتون باید خوندي وساتل شي.

بایدن‎ دغه څرګندونې پرون دوشنبه د نومبر ۱۳مه سپین‌ ماڼۍ کې خبریالانو ته کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

جو بایډن خبریالانو ته ویلي، هیله‌مند دی چې اسراییل به الشفا روغتون کې د مداخلې اړوند کم اقدامات وکړي. هغه څه چې د الشِفا روغتون چارواکي وايي، اسراییلي ځواکونو په وار وار په نښه کړې دي.

الجزیرې خبري شبکې نن سه‌شنبه د نومبر ۱۴مه راپور ورکړی چې اسراییلي ټانکونه د یاد روغتون څو مترۍ ته رسېدلي او روغتون کې یې د ټپیانو او ناروغانو درملنه ناشونې کړې ده.

ولسمشر جوبایډن زیاته کړه «زه هیله‌مند یم چې اسراییل به روغتونونو کې د مداخلې کم اقدامات وکړي او موږ له اسراییلو سره په اړیکه کې یوو.»

هغه همداراز وویل چې د نیول شویو اسراییلو د خوشې کېدو په تړاو هڅې روانې دي او په وینا یې، دوی دې برخه کې له قطر د مرستې غوښتنه هم کړې ده.

 «د نیول شویو کسانو خوشې کولو هڅې روانې دي او قطر سره دې برخه کې خبرې شوي، نو زه تر یوه بریده هیله‌مند یم چې روغتونونه باید وساتل شي.

الشِفا روغتون کې د تجهیزاتو او امکاناتو کمښت خبر هم ورکړل شوی دی. د فلسطین روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره پرون دوشنبه ویلي، د شپږو نویو زېږېدو ماشومانو په ګډون ۳۲ ناروغان د جمعې راهیسې مړه شوې دي.

د ملګروملتونو د مرستې رسونې سازمان هم د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د درېوو نرسانو د وژنې خبرې هم ورکړی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اسراییل ادعا کوي چې حماس ډله د یاد روغتون لاندې یو امن پټن‌ځای لري، خو د روغتون چارواکو او حماس ډلې د اسراییلو دغه ادعا رد کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام