د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډله نن د هند په کوربهتوب د یو ورځنیو سیالیو روان نړیوال جام کې د انګلستان پر وړاندې لوبه کوي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن شنبه د نومبر څلورمه د هند د احمداباد په «نرېندرا مودي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اسټرالیا چې دا مهال له نیوزیلنډ او افغانستان سره یوځای له کړیو اوو سیالیو څخه څلور بریاوې او درې ماتې لري، د جدول په درېیم ځای کې شتون لري.
دې لوبډلې ته نننۍ لوبه کې بریا د مخته تګ لاره پرانیزي او پایلوبې کې د لوبېدو دریځ یې پیاوړی کېږي.
نیوزیلنډ نن د پاکستان پر وړاندې پر لوبه بوخت دی او له څلورو بریاوو اته امتیازونه لري. افغانستان هم اته امتیازه ترلاسه کړي دي.
انګلستان چې د تېر نړیوال جام اتلولي ترلاسه کړې، دا مهال د جدول په وروستي ځای کې شتون لري. انګلستان له کړیو شپږو سیالیو یوازې یوه بریا لري.
که څه هم انګلستان به هڅه وکړي چې خپلې پاتې درې لوبې وګتي او نیمه پایلوبې ته د تلو هیلې ژوند کړي، خو دا چاره به ډېره ستونزمنه وي.
د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه افغانستان نیدرلنډز ته په اووو وېکټو ماته ورکړه. دا په روان نړیوال جام کې د افغانستان څلورمه بریا وه چې ترلاسه یې کړه.