د پاکستان پوځ وايي چې د دغه هېواد د بلوچستان ایالت اړوند سیمه کې د پوځ د موټرو پر کاروان د وسلهوال برید له امله ۱۴ پوځیان وژل شوي دي.
برید هغه مهال شوی چې دغه پوځیان د ګوادر ولسوالي له «پسني سیمې څخه اورمرا» ته روان وو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پاکستان پوځ د رسنیو څانګې «ISPR» په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې سیمه کې یې د لټون عملیات روان دي.
د پاکستان د لنډمهالي حکومت سرپرست لومړي وزیر انورالحق کاکړ دغه برید غندلی او د پوځیانو پر مړینه یې خواشیني ښودلې ده. د دغه هېواد یوشمېر نورو لوړپوړو چارواکو هم دغه برید غندلی دی.
دغه برید ساعت وروسته له هغې کېږي چې د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د یوې بمي چاودنې له امله پنځه کسان ووژل شول او څه باندې ۲۰ نور ټپیان شول.
په وروستیو کې د پاکستان په خېبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې وسلهوالې نښتې او چاودنې زیاتې شوې دي.
د روان کال جولای میاشت کې د بلوچستان په ژوب او سويي کې هم د ورته بریدونو له امله ۱۲ پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.