Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان کې د فرقوي نښتو له امله ۱۸ کسان وژل شوي

ټولنیزې رسنۍ

د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت په کورمه کې د فرقوي نښتو له امله ۱۸ کسان وژل شوي او له ۲۰ ډېر کسان ټپیان شوې دي.

دغه نښتې په کورمه کې د یوې اوونۍ راهیسې د سني او شعیه‌مذهبو ترمنځ روانې دي چې تراوسه یې د نښتو لامل نه‌دی معلوم.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پاکستاني رسنیو نن دوشنبه د اکتوبر ۳۰مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد په خېبرپښتونخوا ایالت کرمه کې د شیعه‌ او سني مذهبو د بېلابېلو کلیو اوسېدونکو ترمنځ نښتې روانې دي.

د راپورونو له مخې، که څه هم دې نښتې لامل نه‌دی روښانه، خو له دې وړاندې دواړو لوریو د ځمکو او مذهبي دودونو پر سر د اختلافاتو له امله نښتې کړې دي.

نښتو کې دواړو لوریو پر یوه بل د درنو وسلو ډزې کړي او ځینې کورونه هم ویجاړشوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

 سیمه کې د موبایل او انټرنټ خدمتونه ځنډول شوي او د تګ‌راتګ ټولې لارې تړل شوې دي. له دې وړاندې هم په یاده سیمه کې نښتې شوي، خو په دې وروستیو کې یې زور اخیستی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام