د اسراییلو او حماس ترمنځ د روانې نښتې په لړ کې امریکا وايي چې پر اسراییلو د بندیزونو لګولو هوډ نهلري.
د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي پرون جمعه د اکتوبر ۲۷مه یوې خبري ناستې ته ویلي، امریکا د ځان دفاع لپاره له اسراییلو ملاتړ کوي او پر دغه هېواد به بندیزونه ونهلګوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي پر غزه د اسراییلو د پراخو ځمکنیو عملیاتو په اړه څه ونهویل، خو زیاته یې کړه چې «امریکا به اسراییلو ته سره کرښه ونهباسي.»
د سپېنې ماڼۍ ویاند همداراز زیاته کړې چې امریکا به اسراییلو سره غزه کې د ملکیانو پر خونديتابه او د حماس لهخوا د نیول شویو کسانو د خوندي ازادولو برخه کې خپلو خبرو ته دوام ورکړي.
رویټرز خبري اژانس نن شنبه د اکتوبر ۲۸مه په یوه راپور کې د کربي له قوله ویلي چې امریکا او اسراییل نږدې ملګرې دي. «له هماغه لومړیو موږ د دې کار څرنګوالي په اړه خبرې لرلې او دا خبرې به دوام ولري. موږ ملګري یوو.»