Asset 1SWN

سلام وطندار

سویډن قران‌کریم ته سپکاوی کوونکی عراقی له دغه هېواده شړي

66066929_605

د سویډن حکومت اعلان کړی هغه عراقی کډوال چې څه موده وړاندې یې یاد هېواد کې «قران‌کریم» ته سپکاوی کړی و، له دغه هېواده شړي.

د سویډن د کډوالو دفتر ویاند جېسپر ټېنګروټ په یوې ټلوېزیوني مرکه کې ویلي، سلوان مومیکا به له دغه هېواد څخه وشړل شي.

نوموړي دې مرکه کې ویلي، سویډن کې مومیکا د اوسېدو نېټه د اپرېل په ۱۶مې پای ته رسېږي او په وینا یې، له هغه وروسته به هغه له سویډن وشړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ټېنګروټ په وینا، سویډن به د نوموړي د اوسېدو او کار جوازونه هېڅ‌کله تمدید نه‌کړي.

نوموړي له ټي‌وي‌۴ ټلوېزیون سره مرکه زیاته کړې: «زموږ پرېکړه د دې حقیقت له امله ده چې نوموړي د جواز غوښتنې پر مهال په خپلو بیانونو کې ناسم او دروغ معلومات ورکړي دي.

د سویډن د کډوالو دفتر ویاند جېسپر ټېنګروټ همداراز ټينګار کړی چې سلوان مومیکا نه‌شي کولای د پنځو کلونو لپاره دغه هېواد ته دننه شي.

ځینو رسنیو راپور ورکړی چې سلوان مومیکا به د دې پرېکړې په غبرګون کې خپل اعتراض د کډوالو محکمې ته وړاندې کړي.

عراقی کډوالو مومیکا د روان میلادي کال د جون پر ۲۱مه د ترکیې سفارت مخته د قران‌کریم نسخې وسوځولې چې په ګڼ‌شمېر مسلمانانو هېوادونو کې یې پر ضد لاریونونه هم وشول.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د ډنمارک او هالنډ تر څنګ سویډن هم د پولیسو تر څارنې لاندې د قران‌کریم د سپکاوي د اجازې له امله له پراخو نیوکو سره مخ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام