د فاریاب د میمنې ښار یوشمېر کارګر وايي چې له وزګارتیا پوزې ته راغلي او بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دغه کارګر سلاموطندار ته وايي، له سهار تر ماښامه د میمنې ښار څلور لارو کې په دې تمه ولاړ وي چې څوک به یې د کار کولو لپاره بوځي. خو په وینا یې، ډېری وخت تش لاسونه کور ته ستنېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
۳۷کلن نجیبالله چې د اته کسیزې کورنۍ یوازینی سرپرست دی، وايي، د اړتیا له مخې یې ورځنۍ مزدورۍ ته مخه کړې، څو د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابرې کړي.
هغه زیاته کړه چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره هر کار چې وي، دی به یې وکړي. «د یوه کارګر ورځنۍ مزدوري ۳۰۰ افغانۍ ده، کسبګر له ۷۰۰ تر ۸۰۰ افغانۍ دي، که یوه ورځ کار وي، بله ورځ نه وي.»
بلخوا سلطان احمد چې د وزګارتیا له امله یې خپلې زدهکړې پرېښي او ګاونډي هېواد ته مزدورۍ پسې تللی دی. «د کورنۍ سرپرست مې وم، پلار مې سپینږیری دی. کور کې اته کسان یوو، خو یوه ورځ کار کوو او بله ورځ نهوي. له ۲۵۰ تر ۳۰۰ افغانۍ مزدوري ده. زدهکړې مې پرېښودې.»
سلطاناحمد له سرپرست حکومت غواړي چې هېواد کې ځوانانو ته د کار کولو زمینه برابره کړي. نوموړي پر سوداګرو هم غږ وکړ چې هېواد کې پانګونه وکړي، څو خلکو ته کار پیدا شي.
د فاریاب د کار او ټولنیزو چارو رییس ریحانالدین متوکل دغه ولایت کې وزګارتیا تاییدوي، خو وايي چې دغه ولایت کې پخوا هم کارګر له وزګارتیا کړېدل او په وینا یې، ګاونډیو هېوادونو ته د مزدورۍ لپاره تلل.
هغه وویل: «دا ستونزې له مسوولو ادارو سره شریکوو، څو هغه کسان چې اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د کار کولو زمینه ورته برابره شي. انشالله د کانونو په استخراج سره به د ځینو خلکو اقتصادي ستونزې هوارې شي.»
دا په داسې مهال دی چې هېواد کې له سیاسي تحولاتو وروسته او د نړیوالې ټولنې د مرستو کمښت ترڅنګ هېواد کې د وزګارتیا او بېوزلي کچه پراخه شوې.
ملګروملتونو هم په خپل وروستي راپور کې افغانستان کې د بېوزلي او لوږې کچې پراخېدو له امله انډېښنه ښودلې ده.