د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ویاند سمېع دراني سلاموطندار ته وویل، د دغې ادارې سرپرست بختالرحمان شرافت هم د روسیې په رسمي بلنه «آستِراخانِ» فورم کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته سفر کړی دی.
د روسیې آستِراخانِ ښار نن د «آستِراخانِ» نړیوال فورم کوربه دی. ده وویل، د «آستِراخانِ» فورم غونډه نن سهشنبه د لړم دویمه پیل شوې او د درېوو ورځو لپاره به دوام وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، افغان پلاوی به د دغه فورم له ګډون کوونکو وغواړي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پروژو کې پانګونه وکړي.
هغه وویل: «د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې رییس د یوه پلاوي په مشري د استراخان نړیوال فورم کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی او د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره د یاد فورم ګډونکو څخه غواړي چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ پروژې جوړولو کې مرسته وکړي.»
په ورته وخت کې یوشمېر اقتصادي شنونکي وايي، دغه ډول غونډو کې د افغان پلاوي حضور د اورګاډۍ پټلۍ له لارې ګاوڼدیو هېوادونو سره د افغانستان نښلولو کې مرسته کوي.
اقتصادي کارپوه عبدالنصیر ریښتیا وویل، د اوسپنې پټلۍ شبکه کې د ګاونډیو هېوادونو د پانګونې جذبول کولی شي، د افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې لاډېرې اسانتیاووې رامنځ ته کړي.
نوموړي وویل: «د اوسپنې پټلۍ نښلولو کې د پانګونې جلب کولای شي د افغانستان سوداګرۍ لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي او همداراز د سوداګریزو توکو د بیو کمښت او لارې لنډېدو برخه کې هم مرسته کولای شي.»
یوه بل اقتصادي شنونکي عبدالبصیر ترکي هم سلاموطندار ته وویل، د سیمې هېوادونو د اوسپنې پټلۍ شبکې په اتصال سره به افغانستان کې کاري فرصتونه زیات شي. «که تورخم، حیرتان او تورخم له تور غونډۍ سره ونښلول شي او اسلامقلعه اوزبکستان او تاجکستان سره وصل شي، نور هېوادونه هم ترې ګټه اخیستل شي.»
دې ټولو سربېره، د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان زیاتوي چې هڅه کوي د اوسپنې پټلۍ پروژو په طرحه او بشپړولو سره، افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره ونښلوي.