Asset 1SWN

سلام وطندار

د افغان لوبډلې بریا ته غبرګونونه؛ افغانان: د نړیوال جام د ګټلو په برابر ده

369763

د هند په کوربه‌توب د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو په نړیوال جام کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې بریا په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

په نړیوال جام کې د افغانستان تر بریا وروسته د هېواد په ګڼو ولایتونو کې خلک لارو او کوڅو ته راووتل او د پاکستان پر وړاندې یې دغه ستره او تاریخي بریا ونمانځله. د کابل په ګډون په ځیو ولایتونو کې د خوښۍ هوايي ډزې هم شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستان پر وړاندې د افغانستان له بریا سره سم پر ټولنیزو رسنیو په خپره شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې افغانان سړکونو ته راوتلي او دغه بریا په نڅا او خوشحالي نمانځي.

یو‌شمېر افغانانو په نړیوال جام کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د بریا په اړه سلام‌وطندار ته ویلي، خوښ دي چې افغان لوبډلې پاکستان ته ماته ورکړه.

د خوست اوسېدونکي عزت‌الله وویل: «ډېر خوشحاله یو چې افغانستان په لومړي او‌ډي‌ای کې پاکستان ته ماته ورکړه، ټول هېواد‌وال خوشحال دي او دا خوشحالي لازیاته نمانځي، خدای دې وطن باندې داسې خوشحالۍ لا راولي، زنده‌اباد افغانستان.»

په همدې حال کې د دغه ولایت یوه بل اوسېدونکي محمد سلام‌وطندار ته وویل چې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بریا دوی ته د نړیوال جام له ګټلو کمه نه‌ده. «احساسات مو نشو کنټرولی، ډېر خوشحاله یوو، سلګونه ځوانان نن راوتلی یوو چې دا بریا ونمانځو.»

بل‌خوا د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تاریخي بریا ته د اوسني او مخکیني حکومتونو یو‌شمېرچارواکو هم مبارکۍ ورکړي او دغه بریا یې تاریخي بللې ده.

د سرپرست حکومت د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر د یادې بریا د مبارکۍ ترڅنګ ویلي چې افغانان په هر ډګر کې بریا خپلولای شي او په وینا یې، بریا ورته غواړي. ارګ د نوموړي له قوله پر اېکس شبکه لیکلي چې دغه بریا دې تل‌پاتې وي.

مخکیني ولسمشر محمداشرف غني پر خپله فېسبوک‌پاڼه دغه بریا تاریخي بللې او یوازې یې لیکلي: «د پاکستان پر وړاندې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې تاریخي بریا مو مبارک شه، ژوندی دې وي افغانستان.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د مخکیني حکومت پر مهال د روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او ځینو چارواکو هم د پاکستان پر وړاندې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د بریا مبارکۍ ورکړې دي.

په همدې حال کې د کرېکټ یو‌شمېر وتلو نړیوال لوبغاړو هم د دې بریا په اړه افغان لوبډلې ته مبارکۍ ورکړې دي.

هندي مشهور لوبغاړي سچن ټنډولګر په خپله اېکس پاڼه لیکلي: « په دې نړیوال جام کې د افغانستان کارکردګي له پامه نشي غورځول کیدای. توپ وهنه کې د دوی ډسپلین، حوصله او جارحانه منډې د دوی سخت کار منعکسوي.»

په ورته مهال د هند کرېکټ ملي لوبډلې یوه بل پخواني لوبغاړي وېرندر سېهواک ویلي چې افغانستان څو ځله د پاکستان ماتولو ته نږدې شوی و، خو دا ځل د بریا له کرښې تېر شو.

هغه پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي: «هغه شان چې پاکستان د خپلې تېرې ماتې لپاره پلمې لټوي، دې لوبه کې هېڅ هم نشته چې پلمه جوړه کړي. دوی خپلو تېروتنو ته پام نه‌کوي، خو د افغانستان لپاره د ویاړ ورځ ده.»

د غبرګونونو په لړ کې بیا د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي مایکل وان د افغانستان پر وړاندې دې پاکستان ماته لوبغالي کې د «دل‌دل پاکستان» سندرې نه‌ خپراوي له امله بللې ده.

مایکل وان د پاکستان له ماتې وروسته پر اېکس د دغه هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې ماتې ته په تمسخر ډول لیکلي: «ګومان کوم چې چینايي کې دل‌‌دل پاکستان سندره نه‌وه خپره شوې.؟»

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې بېګاه په یوې په زړه پورې سیالي کې پاکستان په یو اړخیز ډول په ګونډو کړ. په روان نړیوال جام کې دا د افغانستان دویمه تاریخي او ستره بریا وه.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

افغان لوبډلې د هند په چینای کې د پاکستان د ۲۸۳ منډو هدف په ۴۹ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او په لومړي ځل یې خپل سیال پاکستان مات کړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام