د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې له لوري د پنځه ولایتونو، کابل-لوګر، پروان، میدانوردګ او پکتیا ولایتونو په کچه د مالدارۍ ملاتړ پروژو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
دغه یو ورځنی نندارتون نن یکشنبه د تلې ۳۰مه لوګر کې جوړ شوی و.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
جوړ شوي یوه ورځني نندارتون ته د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریيس سیدامین هاشمي وویل، د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې له لوري د تېر یوه کال په ترڅ کې په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د مالدارۍ ملاتړ شپږ پروژې عملي شوي دي.
د نوموړي په وینا، په بشپړو شویو پروژو کې مالدارو ته د څارویو د ساتنې او پالنې اړوند عامه پوهاوی، دوه ولسوالیو کې د شیدو راټولولو مرکزونه جوړول، دوه ولسوالیو کې د حیواني کلینکونونه جوړول او ځینې نورې مرستې شاملې دي.
بلخوا جوړې شوې غونډې ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني وویل، د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې له لوري په کابل-میدانوردګ، لوګر، پروان او پکتیا کې ګټورې پروژې عملي شوي دي.
هغه همدارنګه زیاته کړه، د پخوا په پرتله د مالدارۍ وضعیت کې مثبت بدلون راغلی او له هالنډ کمېټې څخه یې وغوښتل چې افغانستان کې کرنې او مالدارۍ برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې مرستیال ډاکټر فریدون قیومي وویل، د لوګر په ګډون په پنځه ولایتونو کې یې د مالدارۍ اړوند لسګونه پروژې عملي کړي او ځينې اوس مهال تر کار لاندې دي.
نوموړي دغهراز زیاته کړه، افغانستان کې مالدارۍ برخې پرمختګ لپاره پراخ فرصتونه شتون او افغانان باید له شته فرصتونه لویه ګټه واخلي.
هېره دې نه وي چې د جوړ شوي نندارتون په پای کې د لوګر په ګډون د پنځه ولایتونو مالدارو د خپلې مالدارۍ تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.