د اسراییلي ځواکونو له لوري د غزې په مرکز کې پر یوه روغتون د هوايي برید له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۰۰ کسان وژل شوي دي.
دا له ۲۰۰۸ کال راهیسې د اسراییلي ځواکونو له لوري په شوي یوه هوايي برید کې د مړینې تر ټولو لوړ شمېر دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د الجزیرې خبري شبکې نن چهارشنبه د اکتوبر ۱۸مه راپور ورکړی چې په وژل شویو کې ډېری ښځې او ماشومان شامل دي.
دغه برید په نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخ شوی دی. برید د «الاحلي عرب» پر روغتون شوی، چېرته چې د ټپیانو د درملنې ترڅنګ بېځایه شوي هم دېره وو.
پر یاد روغتون شوي برید ته د غبرګونونو په لړ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو د مرستې او کار ادارې دغه برید بېرحمانه بللی دی. «دا بېرحمانه ده او دا یو ځل بیا د ملکیانو ژوند ته ښکاره بېپامي ښيي.»
په ورته مهال د اردن پاچا دویم عبدالله بیا دا برید «قتل عام» او بشریت ته شرم بللی دی. دویم عبدالله له دغه برید وروسته د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره خپله لیدنه هم لغوه کړې ده.
د غزې د روغتیا وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې روغتونونو د بېځایه شویو فلسطینیانو لپاره د سرپناه یوازینی ځای دی.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «سلګونه ناروغان او ټپیان روغتونونو کې دي او زرګونه کسان له خپلو کورونو په زور ایستل شوي او روغتونونو کې ځای پر ځای شوي دي.»
د راپورونو پر بنسټ له هغه وخت راهیسې چې حماس پر اسراییلو برید کړی، د اسراییلو په غچ اخیستونکو هوايي بریدونو کې تر دې مهاله شاوخوا ۳۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.