Asset 1SWN

سلام وطندار

کاپیسا کې پر رواني ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

سسسسسس

د کاپیسا یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې دغه ولایت کې پر رواني ستونزو د اخته ناروغانو شمېر زیات شوی دی.

د یاد ولایت اوسېدونکی احمدذکي چې خپل تره یې اروايي ډاکټر ته د درملنې لپاره راوستی، سلام‌وطندار ته وویل چې تره یې پر ژور خپګان اخته شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «دا ستونزې دې سیمه کې ډېرې دي. تره مې دا ستونزه پیدا کړې، خوب نه‌لري، خوراک نه‌لري، ډېر څه کوي، خو اندېښنې او تشویش یې زیات شوی. مراجعه‌کوونکي په ځانګړې توګه لویان، ښځې، ماشومان دي، خلک اقتصادي ستونزې لري او نشي کولای چې خپلې ستونزې هوارې کړي.»

د یاد ولایت یوه بل اوسېدونکي مزمل هم وویل چې مور یې خوب او اشتها نه‌لري او له همدې امله یې نوموړې اروايي ډاکټر ته راوستې ده. هغه له حکومت غواړي چې د کاپیسا ولایتي روغتون کې دې ښځینه او نارینه ډاکټرانې او ډاکټر زیات کړي.

نوموړي وویل: «مور مې ناروغه ده او ډېر تشویش کوي، عقلي او عصبي ډاکټر ته مې راوستله. له تشویش پرته خوب نه‌لري، خپه وي، خوراک هم نه‌لري، کاپیسا کې ډاکټران کم دي، درمل نشته. له حکومت مو غوښتنه دا ده چې دې کلینیک کې د عقلي او عصبیو ناروغیو متخصصان دې وګوماري.»

په همدې حال کې د رواني او اروايي ناروغیو ډاکټرانو ته د ناروغانو د مراجعه‌کوونکو زیاتوالی د دوی د عامه پوهاوي کچې لوړوالی او پر روغتیا برخې د دوی باور یادوي.

د رواني ناروغیو ډاکټر جمشید رسا په ښځو او نارینه‌وو کې د رواني اختلالاتو نښې نښانې جلا بولي. نوموړی وايي چې اقتصادي ستونزې، پر ښځو د محدودیت لګول او وزګارتیا هغه لاملونه دي چې له کبله یې کس پر رواني ناروغیو اخته کېږي.

هغه وویل: «دې وروستیو کې مراجعین زیات شوي. له کاپیسا هم مراجعه‌کوونکي لرو، بیولوژیکي، رواني او ټولنیز عوامل د رواني ستونزو د رامنځته کېدو لامل کېږي. د خلکو پوهه هم زیاته شوې، پخوا به د اروايي ستونزو ډاکټرانو ته ورتګ عیب وو، بې‌وزلي او د دندې نشتون او ځینې نور عوامل هم شته د رواني ستونزو ناروغانو مراجعه یې زیاته کړې ده.»

بل‌خوا د کاپیسا د عامې روغتیا ریاست د رسنیو برخې مسوول لالا‌ګل قادري سلام‌وطندار ته وویل چې د تېرو کلونو په پرتله دغه ولایت کې د رواني ناروغانو شمر زیات شوی دی.

نوموړي وویل: «د کاپیسا ولایتي روغتون کې د رواني صحت څلور ډاکټران شتون لري او هره ولسوالي کې د رواني صحت یو مشاور پر دندې بوخت دی. ۱۴۰۱ کال کې ۱۲۶۵۳ ناروغانو ولایتي روغتون ته مراجعه کړې چې ډېرو یې تشویش درلود او د ۱۴۰۲ کال په شپږو میاشتو کې ۵۰۶۶ رواني ناروغانو مراجعه کړې چې تېر کال په پرتله کموالی ښيي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د رواني ناروغیو ډاکټران د ورځنیو فعالیتونو لپاره پلان جوړونه، ځان بوخت ساتل او ژوند ته نظم ورکول، کولای شي چې ټولنه کې پر رواني ناروغیو د یوه کس د اخته کېدو مخه ونیسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام