Asset 1SWN

سلام وطندار

فاریاب کې د کُنجد غوړیو تولیدونکي: یو کس هم ترې استفاده نه‌کوي

کنجدـ فاریاب

د فاریاب مرکز میمنې ښار کې د کُنجد او زغر غوړیو یوشمېر تولیدونکي وايي چې دغه کسب په یاد ولایت کې د ورکېدو په حال کې دی.

دوی دې برخه کې د مسوولانو د نه پاملرنې له امله د شکایت ترڅنګ وايي چې د کُنجد او زغر غوړیو تولید د دغه ولایت د اوسېدونکو یو پخوانی کسب دی چې اوس له پامه غورځول شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

صوفي سمېع‌الله  چې کلونو راهیسې میمنې ښار کې د کُنجد غوړیو د تولید کارخونه لري، سلام‌وطندار ته وویل چې دغه غوړي ښې ځانګړنې لري، خو اوس د وچکالۍ، بهر ته د دغو نباتاتو صادراتو او د کُنجد او زغر غوړیو بیې لوړېدو له امله خلک له دغو غوړیو څخه استفاده نه‌کوي.

صوفي سمېع‌الله سلام‌وطندار ته وویل: «پخوا یوازې په لومړۍ ناحیه کې له ۴۰ تر ۵۰ په دودیزه توګه د کجد غوړیو د تولید دستګاوې موجودې وې او نورو کلیو کې بیا  د جهاز‌راني له ۴۰ تر ۵۰ دستګاوې موجودې وې. فاریاب کې اته د جهازراني کارخونې اوس شته چې په ډېرو ستونزو فعالیت کوي. له سلو کسانو یو یې هم کنجد نه کاروي.»

د کنجد غوړیو تولیدونکي زیاتوي چې که سرپرست حکومت له کروندګرو ملاتړ وکړي او هېواد څخه بهر د دغه نبات د صادراتو مخه ونیسي، د یو کیلو کنجد غوړیو بیه به چې دامهال ۴۰۰ افغانۍ ده، ۱۵۰ افغانیو ته راټيټه شي.

ورته وخت کې د فاریاب د کرنې ریاست مسوولان په خپل وخت کې د ورښت نه کېدل، د کروندګرو اقتصادي ستونزې او کنجد او زغر غوړویو څخه د خلکو د استفادې کچې کمېدل، دغه ولایت کې د دغو غوړیو د تولید کارخونو د کمېدو لاملونه بولي.

د فاریاب د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مرستیال مولوي نورالهدا متوکل سلام‌ونطدار ته وویل: «سږکال فاریاب کې ۹۹سلنه کجند نه‌دي کرل شوي، ځکه واوره او باران نه‌وو او هغو سیمو کې چې کروندګرو اوبه لرلې او ځمکې یې اوبه کړي، یوازې یو سلنه حاصل یې ترلاسه کړی دی.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

فاریاب کې د کنجد او زر غوړیو تولیدوونکي زیاتوي چې تر دې وړاندې یوازې میمنې ښار کې د کنجد غوړیو د تولید څه باندې ۲۰۰ کارخونې فعاله وې، خو اوس یوازې ۸ کارخونې فعاله دي او په همدې دلیل یې پخوا په ورځ کې ۴۰ کیلو غوړي تولیدول، خو اوس د ورځې تر ۱۰ کیلو غوړي تولیدوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام