Asset 1SWN

سلام وطندار

‏کندهار کې پر ۶۰۰ جریبه ځمکه له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو ته کمپ جوړېږي

spin-boldak_612768ad8bf90

د کندهار محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت ته له پاکستان څخه په اجباري توګه د راستنېدونکو افغان کډوالو ته یې د یوه کمپ جوړېدو لپاره ۶۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده.

دغه پرېکړه د کندهار والي له هغه کمېسون سره په یوې ناسته کې کړې چې د اجباري راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدني او لنډمهاله کمپونو جوړولو په هدف جوړ شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کندهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياده ناسته کې ګډونوالو پاکستان څخه د راستنېدونکو ګډوالو د اړتياوو په اړه جوړه شوې وه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ناسته کې راستنېدونکو افغان کډوالو ته د سایوان، اوبو، تشنابونو، روغتیا، خوړو، ټرانسپورټ او د کمپ ځای معلومولو په اړه خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، دې ناسته ک د کندهار د وت‌غره ته نږدې د سړک پر غاړه لوېدیځ اړخ ته شاوخوا ۶۰۰ جریبه ځمکه د کمپ لپاره ځانګړې شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې دې وروستيو کې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې له دغه هېواده به ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ولېږدوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام