د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» ناسته کې ګډونکوونکو هېوادونو افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی دی.
دغه ناسته پرون جمعه د تلې اوومه جوړه شوې وه چې د ګډونکوونکو هېوادونو استازیو پهکې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو سربېره د افغانستان پر یو لړ نورو موضوعاتو هم خبرې وکړې.
د مسکو فارمټ غونډې له پای ته رسېدو وروسته په یوې خبرپاڼه کې راغلي:«افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړولو په برخه کې چې وکولای شي د ټولو قومي، سیاسي ډول ګټو ته انعکاس ورکړي، پرمختګ نه دی شوی.»
په ورته مهال سیاسي شنونکي په دې باور دي چې د مسکو فارمټ ناسته له کومې ګټورې پایلې پرته پای ته رسېدلې.
د سیاسي چارو شنونکي صادق شینواري سلاموطندار ته وویل چې اسلامي امارت باید د ورته نړیوالو او تکراري اندېښنو لهمنځه وړو په موخه پر یوې بدیلې طرحې کار وکړي.
هغه وویل: «که په دې هوکړه نهکوي چې افغانستان کې دې ټولګډونه حکومت جوړ شي، باید بدیل فکر وکړي او خپل دلایل دې وړاندې کړي چې موږ داسې حکومتونه نهجوړو او د ټولګډونه حکومت لپاره طرحه لرو.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې ده چې مسکو فرمټ ناسته کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي، د ټولګډونه حکومت فرمایشي نسخو په تېرو ۴۵ کلونو کې په افغانستان کې هېڅ مثبته پایله نهده ورکړې.