پلازمېنه کابل کې یوشمېر کارګر وايي، د بېوزلي او کار نشتون له امله اړ دي چې د خپل اړتیا وړ خوراکي توکو برابرولو لپاره د کور وسایل وپلوري.
دغه کارګر سلاموطندار ته وايي چې ورځنۍ اړتیاوې او خواړه نهشي برابرولی او اړ شوي د کور وسایل وپلوري، څو کورنۍ ته پرې خواړه برابر کړي.
هادي چې کابل ښار کې د خلکو بوټان رنګوي او له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي، وايي، کار نشته او د ورځې له ۶۰ افغانۍ ډېر عاید نهلري. نوموړي وویل: «کاروبار نشته، له ۵۰ تر ۶۰ افغانۍ عاید لرم. د کور ډېر وسایل مې پلورلي، غالۍ، ټلوېزیون او لوښي مې په ټيټه بیه خرڅ کړل. همدا اوس ۳۰زره پوروړی یم.»
په ورته مهال کابل کې یوه بل کارګر بهرامعلي هم وايي چې وزګارتیا زیاته ده او په وینا یې، له دې امله چې بل چا ته یې لاس ونهغځېږي، د کور توکي یې پلورلې دي. «وزګارتیا ډېره ده، اوونۍ کې یو یا دوه ځله کار ایله پیدا شي. د خوړو برابرولو لپاره مې د کور لوښي وپلورل.»
د تېرو دوو کلونو پر مهال هېواد کې د وزګارتیا له امله ډېری هېوادوالو د خپلو خوراکي توکو برابرولو لپاره اړ شوي چې د خپل کور توکي په نیمه بیه وپلوري.
میلاد چې د کابل دهبوري سیمه کې د زړو توکو پلورنځی لري، وايي، هره ورځ ډېری نارینه او ښځینه د خپل کور وسایلو پلور لپاره ده ته مراجعه کوي. «خلک ډېر څه پلوري، د کور وسایل، لوښي، کَوچ، غالۍ او نور توکي د پلو ر لپاره په نیمه بیه راوړي.»
په ورته مهال د خوړو نړیوال پروګرام پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» په یوې خپره کړې ویډیو کې افغانستان کې د خلکو پلور کچې ټيټېدو له امله اندېښنه ښودلې او ویلي دي، دوی اړ شوي چې د خپل کور وسایل هم وپلوري.
د یاد بنسټ د اسیا او اوقیانوس څانګې مدیر جان اېلیف دې ویډیو کې ویلي: «دلته بازار کې خواړه شته، خو ډېر کم خلک یې د پېر توان لري. خلکو خپله پسانداز مصرف کړی دی. ډېرو یې خپله شتمني خرڅه کړې، ځکه ساتلې پیسې یې مصرف کړي دي.»
په همدې حال کې د کابل د خوراکي توکو عمدهپلورونکي سفيالله وویل چې د پېرودونکو د پلور کچه یې څه باندې لس برابره کمه شوې ده.
هغه وویل: «پخوا به یې یوه بورۍ وریجې وړې، هغه کورنۍ اوس یوه کیلو او دوه کیلو وریجې وړي، پخوا به یې یوه بورۍ اووړه وړل، اوس نیم کیلو یو من وړي. بیو کې هم چنه وهي.»
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په داسې حال کې چې د افغانانو اړتیاوې ډېرې شوي، دوه میاشتې وړاندې له اړمنو سره د دغه بنسټ ۸۵سلنې مرستې کمې شوې دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یاد بنسټ د معلوماتو له مخې، افغانستان دا مهال د نړۍ د لسو هغو هېوادونو په ډله کې دی چې یو میلیون خلک یې د لوږې بېړنۍ کچه څخه ځورېږي.