په کرېکټ نړۍ کې نن بېلابېلې لوبې کېږي چې په مهمو هغو کې یې نن انګلستان له ایرلنډ او نیوزیلنډ له بنګلدېش سره سیالي کوي.
د بنګلدېش او نیوزیلنډ د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ به نن د درېوو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن شنبه د سپټمبر ۲۳مه د بنګلدېش په «شېربنګلا کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې وشي. د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړی یو ورځنۍ سیالي د باران له امله بېپایلې پای ته رسېدلې ده.
نیوزیلنډ او بنګلدېش په وروستیو پنځو مخ شویو پنځو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې نیوزیلنډ څلور ځلې بریا خپله کړې او یوه لوبه هم د باران له امله لغوه شوې ده.
بنګلدېش په خپلو وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې یوازې دوه لوبې ګټلې او نیوزیلنډ بیا یوازې یو ځل بریا خپله کړې ده.
بلخوا نن د انګلستان کرېکټ ملي لوبډله هم له ایرلنډ سره دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي. د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ سیالي د باران له کبله لغوه شوې.
انګلستان او ایرلنډ ترمنځ د درېوو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وروستۍ او درېیمه لوبه به د سپټمبر پر ۲۶مه وشي.