Asset 1SWN

د زمبابوې د کرېکټ لوبغاړی هیید سټریک د ۴۹ کلونو په عمر ومړ

skysports-heath-streak-zimbabwe_6272905

د زمبابوې د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او لوبډلمشر هیید سټریک د سرطان ناروغي له امله د ۴۹ کلونو په عمر ومړ.

نوموړی له تېرې مې میاشتې راهیسې د سوېلی افریقا په جوهانسبرګ روغتون کې تر درملنې لاندې و چې پرون یکشنبه د سپټمبر درېیمه یې ساه ورکړه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کرېکټ یو‌شمېر لوبغاړي له هغه ډلې هندي لوبغاړي یوفراج سنګ د نوموړي پر مړینې خواشیني ښودلې ده.

یوفراج سنګ چې خپله هم پر سرطان ناروغي اخته شوی و، پر اېکس شبکه لیکلي: «له سرطان ناروغي سره ما مبارزه کړې او پوهېږم چې څومره ځواک ته اړتیا لري.»

هیید سټریک د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ کلونو ترمنځ د کرېکت سترو لوبډلو ترمنځ ښکلې لوبې کړي او د زمبابوې لپاره تر ټولو مخکښ وېکټ اخیستونکی دی.

نوموړي د زمبابوې لپاره په ۶۵ ټسټ سیالیو کې په ۲۸،۱۴ اوسط سره ۲۳۶ وېکټې ترلاسه کړي چې د زمبابوې بل هېڅ لوبغاړي په ټسټ لوبو کې تر ۸۰ زیاتې وېکټې نه دي اخیستي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي په خپله لوبډلمشرۍ کې د زمبابوې لپاره ۶۸ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې وکړې چې په‌کې د ۲۰۰۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام هم شامل و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام