Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان کې وسله‌والو سره د نښتو پرمهال درې پوځیان وژل شوي

Pakistani army soldiers carry the coffin of a soldier during a funeral ceremony in Peshawar on August 9, 2017.
Four Pakistani Army soldiers have been killed in a military operation in the Timergara area of Upper Dir, Pakistan's Inter Services Public Relations (ISPR) said. / AFP PHOTO / ABDUL MAJEED

د پاکستان پوځ وايي چې د دغه هېواد په خېبرپښتونخوا ایالت کې له وسله‌والو سره د نښتو پر مهال درې پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې «ISPR» په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه سرتیري پرون جمعه د سپټمبر دویمه په شمالي وزیرستان او خېبر ولسوالیو کې د دوو جلا نښتو پر مهال وژل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پوځ د خبرپاڼې له مخې، دوه پوځیان هغه مهال  ووژل شول چې سیمه کې د وسله‌والو پر ضد پر عملیاتو بوخت وو. په ورته مهال د خېبرپښتونخوا په خېبر ولسوالي کې د یوه جلا برید پرمهال یو پاکستانی سرتیری وژل شوی دی.

د پاکستان پوځ همداراز ویلي چې وسله‌والو سره د ډزو په تبادله کې یو وسله‌وال هم وژل شوی دی. تراوسه د دې بریدونو مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې په دې وروستیو کې د پاکستان په یو‌شمېر سیمو کې وسله‌وال بریدونه زیات شوي چې له امله یې د دغه هېواد حکومت او خلک اندېښمن کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام