د هرات محلي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په ګډون د هېواد په لوېدیځه حوزه کې سبا دوشنبه د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږي چې درې ورځې به دوام وکړي.
دغه کمپاین سبا دوشنبه د زمري ۳۰مه د هرات، فراه، غور او بادغیس ولایتونو کې پیلېږي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولان په وینا، د پولیو ضد واکسین دغه کمپاین کې به له پنځو کلنو کمعمره یو میلیون او ۲۵۰ زره ماشومان واکسین شي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر محمداصف کبیر وویل، له دوه کلنۍ تر پنځه کلنۍ پورې ۷۵۰ زره ماشومان به د پولیو واکسین ترڅنګ، د چینجي ضد ټابلېټ هم ترلاسه کړي.
کبیر وویل: «ټولو ولایتونو کې کمپاین پلی کېږي چې سبا دوشنبه هرات کې پیلېږي او تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان به پهکې واکسین شي. د پولیو واکسین سربېره به له دوه تر ۵ کلونو ماشومانو ته د چینجي ضد ګولۍ هم ورکړل شي.»
د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولان له ټولو کورنیو غواړي چې د واکسین تطبیق کوونکو سره همکاري وکړي او خپل ماشومان واکسین کړي.
په همدې حال کې د هرات د عامې روغتیا رییس محمدطالب شاهد وویل، دغه ولایت کې یې د پولیو واکسین تطبیق لپاره ټول چمتوالی نیولی دی. نوموړي وویل: «هرات کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو شمېر ۷۵۸۳۶۱ دی چې سبا دوشبه د اګست ۲۱مه به هرات کې پیل او تر ۲۴مې به دوام وکړي.»
د هرات یوشمېر اوسېدونکي دغه ولایت کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېدو څخه خوښي ښيي او وايي، چمتو دي چې خپل ماشومان د پولیو واکسین ترلاسه کولو لپاره روغتیايي مرکزونو او جوماتونو ته یوسي.
د هرات یوه اوسېدونکي غلام رسول وویل: «زه د یوه پلار په توګه ځان مسوول بولم چې ماشومان مې واکسین کړم، څو روغتیا او راتلونکې یې تضمین شي.» د هرات د عامې روغتیا ریاست د مسوولان زیاتوي چې دې وروستیو کلونو کې د هېواد لوېدیځه حوزه کې د پولیو هېڅ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د روغتیاپالانو په وینا، د ماشومانو ګوزڼ یو ډول ویروسي ناروغۍ ده چې درملنه یې ناشونې ده او تر ډېره له پنځه کلنۍ کمعمره ماشومان پرې اخته کیږي.