Asset 1SWN

سلام وطندار

کندوز کې د سلام‌وطندار خبریال حسیب‌ حساس نیول شوی

خوست ۱

کندوز کې امنیتي ځواکونو د سلام‌وطندار محلي خبریال «حسیب حساس» نیولی دی. نوموړی پرون پنج‌شنبه د زمري ۱۹مه د دغه ولایت په مرکز کندوز ښار کې نیول شوی دی.

تراوسه د کندوز امنیتي مسوولانو د نوموړي د نیولو‌کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

افغانستان کې د خپلواکو رسنیو ملاتړي بنسټ «نی» په یوې خبرپاڼه کې د کندوز له محلي مسوولانو غوښتنه کړې چې د «حسیب حساس» د نیونې دلیل روښانه کړي.

د نی له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې له خبریالانو سره ناوړه چلن او په ناقانونه توګه د دوی د نیونې لړۍ دې ودرول شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

افغانستان کې د خپلواکو رسنیو ملاتړي بنسټ «نی» د معلوماتو له مخې، په روانه اوونۍ کې دا پنځم خبریال دی چې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام