طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پر مهال یې په ۲۰ ولایتونو کې د هغو سیمو په اړه سروې بشپړې کړې چې د سېلابونو او نورو طبیعي پېښو له امله زیانمنونکې دي.
د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، څلورو نورو ولایتونو کې یې د داسې سیمو سروې هم کړي چې د زلزلې او ځمکې ښویېدنې له امله له ګواښ سره مخ دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاد وزارت زیاته کړه چې تېر یوه کال کې یې څه باندې ۶۵ کیلومټره سیمه له ماینونو او ناچاودو توکو پاکه کړې، خو په وینا یې، لا هم هېواد کې ۱۰۰۰ کیلومټره سیمه پر ماینونو او ناچاودو توکو پوښل شوې ده.
د دغه وزارت مسوولانو نن دوشنبه د زمري نهمه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې د تېر یوه کال پر مهال دغه وزارت د طبیعي پېښو مخنیوي برخه کې ۱۲۰ کوچنۍ پروژۍ پلې کړې دي.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري رییس عبدالرحمن ذاهد وویل: «۱۲۰ کوچنیو پروژو کې استنادي دیوالونه، د سیندونو مسیر پاکوالی، د کانالونو او سرکونو رغول شامل دي چې په پلېکېدو سره یې د کورنیو ځاني او مالي ژوند، ښوونځي، کرنیزې ځمکې او د هستوګنې کورونه له ویجاړېدو خوندي شوي.»
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو همداراز وویل چې یوه کال یې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو ۹۶۵زره کورنیو سره نغدي مرستې کړې دي.
که څه هم دغه وزارت تاییدوي چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو ته د رسېدنې برخه کې د بودیجې کمښت سره مخ دی، خو ادعا کوي چې دغه وزارت د تېرو کلونو په پرتله طبیعي پېښې ښې مدیریت کړي.
د یاد وزارت ویاند شفېعالله رحیمي وویل: «موږ عادي بودیجه نهلرو، خو اضطراري بودیجه چې هر وخت پېښې کېږي په واک کې راکول کېږي چې رسېدنه ورته وکړو.»
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان همداراز وايي چې تېر یوه کال د طبیعي پېښو له امله لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان مړه او ټپیان شوي دي.