Asset 1SWN

سلام وطندار

خوست کې سېلاب د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه کړي

IMG-20230729-WA0008

د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د راوتلیو سېلابونو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.

پېښه پرون جمعه (زمري شپږمه» د خوست په اسماعیل‌خېلو مندوزیو ولسوالي کې رامنځته شوې چې له امله یې د یوې کورنۍ پنځه غړي «مور، پلار او درې اولادونه» اوبو وړي او مړه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خوست د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس دوست محمد هلال هم پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې اسماعیل‌خېلو مندوزيو ولسوالي کې سېلاب یو موټر وړی چې له کبله یې د يوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.

په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د شویو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د شمېرو له مخې، په وروستیو ورځو کې سېلابونو په ۱۴ ولایتونو کې ۴۸ کسان مړه او ۵۸ نور ټپیان کړي دي. همداراز، له ۱۱۰۰ څخه زیات استوګنیز کورونه او نږدې ۸۰۰۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه یې له منځه وړې ‌ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام