Asset 1SWN

بهرنیو پانګوالو افغانستان کې تر دوه میلیارډ ډالرو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

۸۹۹۹۹۹۹۹۹۹۹۹

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي چې یو‌شمېر بهرنیو پانګه‌والو هېواد کې په بېلابېلو برخو کې دوه میلیارډ ډالرو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولانو نن چهارشنبه د زمري څلورمه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پر مهال وویل چې دا مهال بهرنیو پانګه‌والو هېواد کې ۱۵۰ میلیونه ډالر پانګونه کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، ډېری بهرني پانګوال افغانستان کې د کانونو استخراج او برښنا برخو کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پانګونې پراختیا رییس صبغت‌الله اخند‌زاده وویل: «بهرني پانګوال راغلل او موږ ته یې وویل چې اماده یوو افغانستان کې دوه میلیارډ ډالرو پانګونه وکړو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت همداراز وویل چې تېر یوه کال کې یې د ۱۰۰۰ ښځینه سوداګرو په ګډون اووه زره سوداګرو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي.

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، د ا.ا له واکمنېدو وروسته پنځوس نوې او له مخکې تړل شوې ۸۰ کارخونې هم د تېر یوه کال پر مهال بېرته فعالې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یاده ناسته کې د سلام‌وطندار خبریال پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې دا مهال دغه وزارت سره ۵زره فعالې کارخونې ثبت دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وویل: «دغه ۵زره کارخونې چې موږ سره ثبت دي، شمېرې د خصوصي سکټور له‌خوا اعلان شوي او موږ ته هم راکړل شوي، خو کره شمېره به یې تر راتلونکي یوه کاله ډیټابېس کې ثبت او اعلان شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

بل‌خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسوولانو په وینا، له کورنیو تولیداتو څخه د استفادې طرحه چې د یاد وزارت له لوري کابینې ته وړاندې شوې وه، تصویب شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام