Asset 1SWN

سلام وطندار

کندوز کې د زونونو په کچه د معلولو لوبغاړو ترمنځ د کرېکټ سیالۍ پیل شوې

FB_IMG_1689578401837

په کندوز کې د معلولانو کرېکټ ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د غوراوي په موخه د پنځو زونونو د معلولو لوبغاړو ترمنځ د کرېکټ شل اووره سیالۍ پیل شوې.

د کندوز کرېکټ امریت مسوول امدادالله شینواري سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه سیالۍ به شپږ ورځې دوام وکړي او موخه یې د معلولانو ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو پېژندل دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «دغه ټورنمنټ د کرېکټ بورډ له لوري جوړ شوی چې لوبغاړي په پنځو زونونو وېشل شوي او لوبې روانې دي. د یاد ټورنمنټ موخه د غوره لوبغاړو پېژندل دي چې د معلولانو ملي لوبډلې ته به وټاکل شي.»

په ورته مهال د امو زون لوبډلې روزونکی جمال کلانتري وايي چې دغه لوبې د معلولو لوبغاړو یو غوره فرصت دی، څو خپله وړتیا وښيي.

نوموړي وویل: «دغه سیالۍ له تېرو لسو کلونو راهیسې جوړېږي چې هر کال وي. کندوز کې د لومړي ځل لپاره جوړې شوې او د کرېکټ بورډ له مسوولانو غواړو چې د معلولو لوبغاړو د هڅونې په موخه دغه ډول سیالۍ نورې هم جوړې کړي.»

بل‌خوا یو‌شمېر معلول لوبغاړي هم یادو سیالیو کې له ګډون خوښي څرګندوي او وايي چې دې سیالیو ته یې پوره چمتووالی نیولی دی.

یوه لوبغاړي خیرالله له کرېکټ بورډ غوښتنه وکړه چې د هېواد په کچه معلولو لوبغاړو ته د سیالیو زمینه برابره کړي.

هغه وویل: «د هر کال په تېرېدو د لوبغاړو ستونزې کمېږي. تېر کال لوبغاړي لږ، خو سږکال دا ستونزه حل شوې او ښه لوبغاړي لوبډله کې ټاکل شوي او هر یو غواړي چې ملي لوبډله کې لوبه وکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د معلولانو کرېکټ ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د غوراوي شل اووره لوبې تېر کال خوست او سږکال کندوز کې جوړې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام