Asset 1SWN

سلام وطندار

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: تېرکال ۶۰۰۰ بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي

e9793589-3a5e-438a-8204-c7e6f8b3818a

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی ریاست مسوولان وایي چې تېر ۱۴۰۱ کال کې افغانستان ته ۶زره بهرني سيلانيان راغلي و چې د هېواد له بېلابېلو سيمو او تاریخي ځایونو څخه یې لیدنه کړې ده.

‌د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی رییس سيدمحمد سعید د پکتیا اریوب‌ځاځي ولسوالي سپینې شګې تفریحي پارک څخه د ليدنې پر مهال سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه سیلانیان د بېلابېلو هېوادونو اړوند وګړي وو چې تېر کال افغانستان ته په چکر راغلي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، سږ کال د بهرنیو سیلانیانو د ورماتولو لپاره یې هڅې پیل کړي او تمه لري چې روان کال به لس‌زره بهرني سيلانيان هېواد ته راشي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی رییس ګرځندوی زیاته کړه چې د هېواد په کچه به څلورو سیمو «اریوب‌ځاځي، بند امیر، نورستان او پل‌صیاد سیمو کې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره اسانتیاوې برابروي او دې تفریحي ځایونو کې به هوټلونه هم جوړ کړي.

د نوموړي په وینا، د یادو اسانتیاوو برابرولو لپاره د مالیې وزارت له لوري دوی ته بودیجه هم ورکړل شوې او په دې اړه یې د یادو سیمو ارزونې هم پیل کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د روان کال لوی اختر ورځو او شپو پر مهال د پکتیا اریوب‌ځاځي ته څه باندې ۷۰زره کسان د چکر لپاره تللي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام