یوه څارونکې ډله وايي چې د روان ۲۰۲۳ کال له پیله تر دې مهاله د اوبو له لارې اسپانیا ته د رسېدو په هڅو کې د ۴۹ ماشومانو په ګډون ۹۵۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادې ډلې په وینا، دغه کسان د ۲۰۲۳ کال د لومړیو شپږو میاشتو پر مهال د اوبو له لارې اسپانیا ته د تلو هڅه کې مړه شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مړه شوي کسان د الجزایر، کامرون، کاموروس، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، ایتوپیا، ګیني، عاج ساحل، مالي، مراکش، ګامبیا، سینیګال، سریلانکا، سوډان او سوریې وګړې دي.
د «کمېنانډو فرونټېرس» په نوم دې څارونکې ډلې په خپل خپور کړي راپور کې همداراز ویلي چې اسپانیا ته پر تلونکو څلورو بېلابېلو لارو کې په منځنۍ کچه هره ورځ پنځه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. دې ډلې پرون پنجشنبه د جولای شپږمه خپل راپور خپور کړی دی.
د اسپانیا له کانري ټاپوګانو، د البوران سمندري لاره، د الجزایر او د جبلالطارق تنګي له لارې کډوال په ناقانونه توګه خپل ځانونه دغه هېواد ته رسوي.
د خپور شوي راپور له مخې، د کډوالو ډېر مړینه په کانري ټاپوګانو کې ثبت شوې چې اسپانیا ته تلوونکو ۷۷۸ کډوالو دې لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دې ډلې په خپل راپور کې زیاته کړې چې د روان کال له جنورۍ تر جون میاشتې ۱۹ کښتۍ سره له سپرو کسانو ورکې شوې دي.
په ورته مهال یادې څارونکې ډلې ویلي، هغه کسان چې ژغورل شوي د بشريحقونو نقض، بېځایه کېدو او فزیکي ځورونې سره مخ شوي دي.
دې ډلې همداراز تور پورې کړی چې ډېری مړه شوي کډوال د دوی مذهبي عقیدو ته له درناوي پرته په ډلهییزو قبرونو کې خښ کړل شوي دي.