Asset 1SWN

هلمند کې د «لمپي‌سکېن» ناروغي له امله د غواګانو مړینه ډېره شوې

کندهار-کې-د-غواګانو-ناروغۍ۴-1

د هلمند یوشمېر څاروي لرونکي او مالداران وايي چې دغه ولایت کې  د «لمپي‌سکېن» ناروغي له امله یې غواګانې له‌منځه تللي دي.

د هلمند یوه څاروي لرونکي حافظ‌الله سلام‌وطندار ته وویل چې غواګانې یې پر لمپي‌سکېن ناروغي له اخته‌کېدو وروسته له‌منځه تللي دي او په وینا یې، وروسته پوه شول چې دغه ناروغي د درملنې وړ ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «موږ خپله څلور غواګانې لرو، یو ډول مرض پیدا شوی د غواګانو تر پوستیکي لاندې دانې راپورته کېږي، تر خولې يې لاړې تویږي، خوراک نه کوي، زموږ له غواګانو څخه یوه مړه شوه، خو یوه بله بیا جوړه شوه، واکسینان او درمل مو ورکړې، بس ګزاره وشوه ښه شوې.»

د هلمند یوه بل اوسېدونکي عبدالعلي هم وویل: «غواګانې مو کلینیک ته ور ویستلې، دوا يې راکړه، اوس مو بېرته د غواګانو تر پوست لاندې راختلي دانې ورکې شوي. دا ډېر ښه شو اوس يې واکسین شته. اول ځل موږ نه پوهېدو غواګانې مو مړې کېداې، زموږ د همسایه غوا هم تر پوستیکي لاندې دانې راپیدا کړې چې له همدې امله مړه شوه.»

هلمند کې د حیواني درملنې روغتیاپالان وايي چې د لمپي‌سکین ناروغي دوه کاله وړاندې له افریقايي هېوادونو سوېلي اسیا ته لېږدول شوې او په وینا یې، د تېر کال له لوی اختر راپدېخوا د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خپره شوې ده.

ډاکتر محمدذاکر میرزايي وویل: «دا مرض د لمپي‌سکین په نامه یادیږي چې موږ او تاسې کاوی یا چیکچک ورته وايو. دا ناروغي مخکې په افریقايي هېوادونو کې وه، تقریبا دا ناروغي دوه کاله مخکي سویلي اسیا ته انتقال شوه چې لکه هند او پاکستان ته او د تیر کال  د لوی اختر راهسې افغانستان ته هم رانتقال شوه.»

ډاکتر محمدذاکر میرزايي پر لمپي‌سکېن ناروغي د اخته غواګانو کلینیکي علایم د خولې زخم، شدیده تبه، تر پوست لاندې وړې دانې او له خولې څخه د لاړو بهیدل بولي.

هغه وویل: «څاروی د خولې له لاري تبخ ته ورته والی لري، یعني خوله يې زخمي کېږي، تنفسي سیستم يې ټول ارګانونه مساب کوي او بل ډول يې تر پوست لاندې علایم دي چې په غولانځه کې يې کوچنۍ کوچنۍ دانې راپورته کېږي چې د دې سره ډېره شدیده تبه مل وي چې تقریبا له څلویښت څخه تر دوه څلویښت پورې رسېږي.»

هلمند کې د کرنې ریاست د حیواني روغتیا امر حاجی شاه محمد وايي چې دې ولایت کې یې۲۰۰ او شل زره غواګانو ته د لمپي‌سکېن ناروغي مخنیوي په موخه د واکسین د تطبیق بهیر پیل کړی دی.

هغه وویل: «موږ هلمند کې ۲۰۰ او شل زره غواګانې د دې ناروغۍ د مخنیوي په موخه واکسین کوو او دا ناروغي تر ډېره په غویو کې ده او د واکسین پروسه اوس جریان لري. دا ناروغي او هلمند په ټولو ولسوالیو کې شته، خو په  سوېلي ولسوالیو کې زیاته ده، ځکه هلته ګرمي زیاته وي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د دې ترڅنګ روغتیاپالان د سږکال لوی اختر په رارسېدو سره له څارویو انسانانو ته د کانګو ناروغۍ خپرېدو څخه اندېښنه لري او لارښوونه کوي چې د څارویو حلالولو او غوښې څخه د ګټې اخیستنې پرمهال ځان ساتنې ته جدي پام وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام