Asset 1SWN

سلام وطندار

هېواد کې د نویو زېږېدلو «انومالي» ماشومانو شمېر زیات شوی

96380b54-77c6-4ab5-8fd8-00e72351ffa5-q7cy7xl3vmjpd4ft5r91dwf9olo58m7jqd4az811u0

کابل کې د فرانسې طبي انسټیټیوټ او د «ماشوم روغتیا» روغتون کې یو‌شمېر ډاکټران وايي چې هېواد کې د انومالي ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

د کابل د ماشوم روغتیا روغتون کې د عمومي جراحي متخصص محمدحنیف تسل وايي چې په منځنۍ کچه هره ورځ دغه روغتون کې یو ماشوم له «مقعد» پرته پیدا کېږي چې دوی یې جراحي عملیات کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فرانسې طبي انسټیټیوټ کې د ماشومانو د جراحي متخصص طارق رحیمي هم وايي چې د اوونۍ اته-نهه ماشومان دغه انسټیټیټوټ کې جراحي کېږي.

د رحیمي په وینا، د اومېندوارۍ پر مهال چاپېریال کې د راډیواکتیف وړانګې، ډېر موبایل کارول او له نورو برښنايي وسایلو استفاده لامل کېږي چې د مور په خېټه کې ماشومان پر دې ناروغي اخته شي.

خو مېندې وايي، نه پوهېږي چې د کومو څېزو او لاملونو له کبله یې ماشومان له «مقعد» پرته دې نړۍ ته راځي.

۴۰کلنه بي‌بي‌ګل چې دا یې مستعار نوم دی او په تازه‌ګۍ سره یې یوولسم اولاد له مقعد پرته نړۍ ته راغلی، سلام‌وطندار ته وايي چې د اومېندوارۍ پر مهال په دې موضوع نه پوهېده او له زېږون وروسته پوه شوه چې زوی یې له مقعد پرته پیدا شوی دی.

د نوموړې په وینا، د اومېندوارۍ پرمهال یې په وار وار ډاکټرانو ته مراجعه کړې، خو وايي چې په سمه توګه یې دغه ناروغي نه وه تشخیص شوې.

د کونړ اوسېدونکې زرغونه چې ماشوم یې له مقعد پرته نړۍ ته راغلی، وايي چې د اومېندوارۍ پر مهال د خوړو کمښت او نامناسبه تغذیه او ناسم رواني وضعیت له کبله یې ماشومان پر انومالي ناروغۍ اخته شوی دی.

نوموړې وویل: «د دې ماشوم لپاره یې پلار خپله دنده له لاسه ورکړې وه او د اومېندوارۍ پر مهال مې سم خواړه نه خواړه، ډېره به خپه وم او فشار به مې ټيټ و.»

په ورته مهال کابل کې د رابعه بلخي روغتون ډاکټره سحر بزرګ‌مهر وايي چې د اومېندوارۍ پر مهال حرثي عوامل، د وینې کمښت او رواني اندېنښنې لامل کېږي چې ماشوم له مقعد پرته وزېږېږي.

په همدې حال کې وږمه چې د شپږو میاشتو اومېندواره ده، وايي، وېره لري چې ماشوم به یې پر دغې ناروغۍ اخته  شي. د نوموړې په وینا، هېواد کې د دې ناروغي د تشخیص لپاره کافي امکانات نشته چې له امله یې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

په نویو زېږېدلو ماشومانو کې د بڼې بدلون پېښې داسې مهال زیاتې شوې چې ډېری مواردو کې دغه نښې له زېږون وروسته پېژندل کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د عامې روغتیا وزارت د مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره د سلا‌وطندار اړیکو ته ځواب ورنه‌کړل شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام