د افغانټوور دولتي شرکت رییس محمد نبي بهار سلاموطندار ته وايي چې د تېرو نږدې دوو کلونو په ترڅ کې څه باندې ۴۰۰۰ بهرنیو سیلانیانو د افغانستان له طبیعي منظرو او تاریخي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.
نوموړي زیاته کړه چې هره اوونۍ په ځانګړې توګه د وروستیو اوونیو پر مهال په منځنۍ کچه ۴۰ څخه تر ۷۰ پورې بهرني سیلانیان د افغانستان لرغونو او تاریخي ځایونو څخه لیدنه کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «په اوونۍ کې له ۴۰ تر ۷۰ بهرني سیلانیان له بېلابېلو هېوادونو راځي او د افغانستان له ولایتونو لیدنه کوي. دوی د افغانستان له طبیعي منظرو او تاریخي اباداتو لیدنه کوي. د سلانیانو لپاره د ویزو تمدید اسانتیاوې رامنځته کوو او د امنیت لپاره مکتوب ورکوو او نورستان کې ورته هوايي زانګو هم جوړو.»
سره له دې چې لرغونپوهان او فرهنګپالان وايي، افغانستان د لیدو وړ ډېر ځایونه لري چې بهرني سیلانیان راجلب کړي، خو تېرو نږدې دوو کلونو کې تاریخي ځایونونو څخه د سیلانیانو د لیدو کچه کمه بولي.
د پوهنتون استاد او فرهنګپال تاجالدین تاشقین وویل، که هغه تاریخي ځایونه چې دامهال د نړېدو خطر سره مخ دي، ورغول شي، افغانستان به له فرهنګي او اقتصادي اړخه پرمختګ وکړي.
نوموړي وویل: «تاریخي او فرهنګي ځایونه زیات دي او هغه ډول چې پکار ده حکومت دې برخه کې اړین اقدامات نه دي کړي. ۷۰-۸۰ سیلانیان هېڅ حساب کې نه راځي، کله چې د سیلانیانو د جذب خبره کوو، نو باید لږ تر لږه له څلور تر پنځه میلیونه بهرني سیلانیان افغانستان څخه لیدنه وکړي.»
همدا ډول لرغونپوه او فرهنګپال غلام حیدر کیشکي وايي، د ویجاړو شویو تاریخي ځایونو رغول د سیلانیانو را جلبولو په برخه کې مهم رول لري.
هغه وویل: «هغه تاریخي ابادات چې د طبیعي پېښو او جګړو له امله ویجاړ شوي باید بېرته ورغول شي او ساتنه ترې وشي. بهرني سیلانیان زیات شوي، د بېلګې په توګه غزني چې د اسلامي تمدن فرهنګي مرکز دی.»
دا داسې مهال دی چې د افغانټور دولتي شرکت مسوولانو تېره ورځ دوو برتانوي سیلانیانو سره لیدنه کې غوښتنه کړې چې افغانستان کې د امنیت په تامینېدو سره بهرني سیلانیان کولی شي د هېواد له طبیعي منظرو او تاریخي ځایونو لیدنه وکړي.