د پروان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له کبله یو کس مړ شوی او یو بل ټپي دی.
د پروان د ټرافیکو مدیریت د پېښو د څېړنې امر عیدالحمید محمدي سلاموطندار ته ویلي چې پېښه بېګاه شپه د دغه ولایت د بګرام هوايي ډګر مخې ته رامنځته شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، پېښه د دوو موټرسایکلو د ټکر له امله رامنځته شوې چې یو کس پهکې مړ شوی او بل ټپي دی. هغه زیاتوي چې مړ شوی او ټپي دواړه د بګرام ولسوالي اوسېدونکي دي.
د پروان د ټرافیکو مدیریت د پېښو د څېړنې امر عیدالحمید محمدي د یادې پېښې لامل د موټرسایکل چلوونکو بېاحتیاطي په ګوته کوي.
دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم د دغه ولایت او د هېواد په نورو سیمو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې مسوولان یې تر ډېره لامل د سرکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بېاحتیاطي او ټرافیکو قوانینو سره نه بلدتیا ښيي.