Asset 1SWN

هلمندي کروندګر په لومړي ځل له خپلو ځمکو د «اینجې شیره» راټولوي

۲

نورالله خان د هلمند د ګرشک ولسوالي د سیدانو کلي کې پر خپله یو جریب ځمکه د کابو ۵۰۰زره پاکستانۍ کالدارو په لګښت د اینجې نیالګي کینولي دي.

د نوموړي په وینا، پر خپله ځمکه یې ۸۰۰۰ نیالګي کېنولي او هیله لري چې څو برابره عواید ترلاسه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «ما تقریبآ د ۵۰۰زره پاکستانۍ کالدارو په لګښت اته زره نیالګي ایښي دي. خدای مهربانه دی ښه حاصل به وکړي. ما دغه نیالګي د ژمي توره څیله وتلې وه چې کېښودل، دا چې خپل حاصل ته ورسېږي، ريښه نېښ کېږي، د اول ځل شیره د نخود دانې ته ورته کلکه وي، بیا یې نېښ په نيښ شیره ځان ایله کوي او نرۍ کېږي.»

محمد نذیر هم د هلمند د ګرشک ولسوالي د «سیدانو» کلي یو بل کروندګر دی. هغه څلور کاله مخکې تاجکستان څخه د اینجې نیالګي خپلې سیمې ته راوړي وو چې اوس یې تازه په حاصل ټولولو پیل کړی دی

هغه سلام وطندار ته وویل: «اوس مو دا دی نېښ وراچولی دی. د کار لپار مو یې د میدان‌وردګ څخه دوه کارګر ورته راویستي، څو شیره راټوله کړي، دوی پر هر نفر له  شپږ زره څخه تر اته زره د اینجې بوټي نيښ کولای شي. اوس یې دا دی تازه کار پیل کړی چې یوازي کندې ورته کاږي او وروسته به یې شیره راټوله کړي.»

د اینجې شیرې راټولول ځانګړي مهارت ته اړتیا لري او له همدې کبله یې شیره ټولوونکي یوه کیلو تر ۲۵ امریکایې ډالرو راټولوي.

جمع خان د اینجې شیره ټولوونکی دی او تاجکستان کې هم د اینجې د شیرې راټولولو کاروبار کړی. د نوموړي په وینا، یو مسلکي کس کولای شي کال کې له ۳۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ کیلو شیره راټوله کړي.

نوموړي وویل: «تاجکستان کې د اینجې کار ډېر ښه دی، موږ څه باندې شپږ میاشتي مسافري پسې کوو، تاجکبستان ته پسې ځو، موږ هلته داسې کسان لرل چې په هر فصل کې یې زره کیلو، پنځلسوه کیلو پورې ان تر دوه زره کیلو شیره ټولوله، خو داسې نفر هم په‌کې وو چې له سل نه تر پنځه سوه کیلو شیره یې اضافه نه شوه  ټولولای.»

په ورته وخت کې د کرنې برخي کارپوهان وایې، هلمند د اینجې لپاره مساعد شرایط لري او یاد نبات پر یوه جریب ځمکي له ۸۰۰زره څخه تر درې میلیونه افغانۍ عواید ورکولی شي.

د دوی په خبره، اینجه په لومړي ځل حاصل ته د رسېدو لپاره څلور کال وخت ته اړتیا لري چې وروسته یې د کښت دوام تر ۳۰ کلونو پوري غځیدلی شي.

هلمند کې د کرنې برخې کارپوه انجینر شیرمحمد وویل: «دا نبات له ۸۰۰زره څخه تر درې میلیونه افغانیو عواید ورکولی شي. د دې نبات ښه والی دا دی چې د وخت په تېرېدو سره ریښه قوي کېږي، څومره چې یې ريښه قوي کېږي هومره یې شیره او حاصل  زیاتږي او دا په څلورم کال حاصل ته رسیږي او له پنځلس څخه تر دېریش کلونو پوري بیا هر دوه کاله وروسته حاصل ورکوي.»

که څه هم د هلمند مسوولان دغه ولایت کې د اینجې د کرکیلې په اړه کره معلوم په لاس کې نه‌لري، خو اینجه د کوکنارو یوه غوره بدیل کښت ګڼي او وايي، دغه نبات تازه په شمالي او سوېلي هلمند ولایت کې کرل کېږي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض سلام‌وطندار ته وویل: «د هلمند په ځینو سیمو کې لکه ګرشک، همداشان په سوېلي ولسوالیو او ځینو نورو سیمو کې د دې بوټي کرونده خلکو پیل کړې ده او دا د کوکنارو یو غوره بدیل کښت دی. همدا ډول اینجه یوه ډېره ښه کرنه ده.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسي مهال دی چې د اینجې کرکیله پخوا تر دې د افغانستان شمالي ولایتونو کې دود وه، خو اسلامي امارت له واکمنېدو سره د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته هلمند کې هم د یاد نبات کرنه تازه دود شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام