Asset 1SWN

کرنې وزارت هېواد کې د «لمپي‌سکېن» ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل کړ

کندهار-کې-د-غواګانو-ناروغۍ۴-1

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په همکاري د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د څه باندې ۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د «لمپي‌‌سکین» ناروغۍ د واکسین تطبیق درېیم پړاو پیل کړ.

د کرنې وزارت مرستیال صدراعظم عثماني وايي، د یادې ناروغي د کنټرول لپاره به د واکسین په دې پړاو کې ۳ میلیونه او ۹۷۵ زره څارویو ته واکسین تطبیق شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زياتوي چې پر «لمپي‌سکین» ناروغۍ د څارویو د اخته‌کېدو مخنيوي په موخه يې تخنيکي ټيمونه هغو سيمو ته لېږلي چې ډېری اوسېدونکي يې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي، څو خلک د دغې ناروغۍ له خطرونو څخه خبر کړي.

نوموړي وویل: «۸۰ تر ۸۵سلنه افغانان پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د دې ناروغۍ د مخنیوی لپاره موږ تخنیکي ډلې سیمو ته استولي او د خلکو لپاره مو ۲۰۰ او ۷۵زره د عامه پوهاوي پیامونه چاپ کړي، څو د ویروس خطر په اړه خلک پوه شي.»

د حیواني ناروغیو او افتونو د څانګې مشر عبدالحسن قانع هم وايي، که په سم وخت کې د «لمپي‌سکین» ناروغۍ د خپرېدو مخه ونه نیول شي، ډېری څاروي به له منځه لاړ شي او د دې ترڅنګ به، حیواني محصولات هم کم شي چې په پایله کې به یې اقتصادي ستونزې رامنځته شي.

هغه وویل: «دغه ویرووس د عامه روغتیا په پرتله ډېر اقتصادي اغېزې لري. تېر کال مو ولیدل چې حیواني محصولاتو کې کموالی راغی. د ناروغیو د کنټرول مخنیوی یوه لاره د واکسین تطبیق دی او نور معیارونه هم شته، لکه قرنطین او پاک‌کاري.»

لمپي‌سکین څارویو کې یو ډول ویروسي ناروغي ده چې د حیوان پوستکي کې د تڼاکو په ډول څرګندېږي او د څاروي د وزن‌کمېدو، بې‌اشتهایۍ او په پای کې د مړینې لامل کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې لمپي‌سکېن ناروغۍ د هېواد یو‌شمېر ولایتونو کې ګڼ‌ څاروي هم له‌منځه وړي چې ورسره مال‌لرونکو ته زیانونه اوښتي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام