Asset 1SWN

د پاکستان د کراچۍ ښار له زندانونو ۵۶ افغان بندیان خوشې شوي

d9325660-c1f0-11ed-95f8-0154daa64c44

د پاکستان د سِند ایالت په کراچۍ ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ چارواکي وايي چې د دغه ایالت له بېلابېلو زندانونو څخه د ماشومانو په ګډون ۵۶ افغان بندیان خوشې شوي او بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.

په کراچۍ ښار کې افغان قونسل سیدعبدالجبار یوه ویډیو چې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر خپله ټوېټرپاڼه خپره کړې د یادو افغانانو د خوشې‌کېدو خبر ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سيد عبدالجبار په دې ویډیو کې همداراز وايي چې له دې وړاندې هم د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ۲۲۲۰ افغانان  خوشې شوي او بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.

بل‌خوا نن یکشنبه د غويي لسمه یوشمېر پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی چې د کراچۍ ښار له بېلابېلو زندانونو څخه سلګونه افغانان خوشې شوې دي.

دغو رسنیو د افغان قونسل سیدعبدالجبار له قوله ویلي چې په خوشې شویو ۵۶ کسانو کې ۲۴ ماشومان هم شامل دي چې د قانوني اسنادو د نه‌لرلو په تور د پولیسو له‌خوا نیول شوي وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا مهال هم د کراچۍ ښار په زندانونو کې ۳۳۱ افغانان بندیان دي او د خوشې‌کېدو هڅې یې روانې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام