د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې ځايي سرچینې وايي چې د شپې شاوخوا یوولس بجې په دغه ښار کې د سپکو او درنو وسلو ډزې پیل شوي او لا هم روانې دي.
د سیمې اوسېدونکو په وینا، د ا.ا ځواکونو د زرنج ښار په معصوماباد کې خلک هم له کورونو اېستلي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ویل کېږي دا نښته د داعشیانو او د اسلامي امارت ځواکونو ترمنځ رامنځته شوې ده.
رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.