Asset 1SWN

د افغانستان برښنا شرکت: ازبکستان د قرارداد له مخې برښنا نه‌ده راکړې

Power

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د وارداتي برښنا د قرارداد له نوي کېدو یوه میاشت تېرېږي، خو لا هم دغه هېواد نه‌دی تیار شوی چې افغانستان ته د یاد قرارداد له مخې، ټاکل شوې برښنا ورکړي.

د برښنا شرکت مسوولان وايي، ازبکستان اوس افغانستان ته له ۸۵ تر ۹۰ سلنه پورې برښنا ورکوي چې په ښکاره ډول له شوي قرارداد څخه سرغړونه ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان د برښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي سلام‌وطندار ته ویلي چې اوس یوازې کابل او ۱۲ ولایتونو ته له ۵۵ تر ۶۰ سلنه برښنا ورکولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه قرارداد له نوي کېدو څه موده وړاندې ازبکستان پر افغانستان خپله ټوله برښنا پرې کړې وه چې دغه کار د ګڼ‌شمېر هېوادوالو او ځینو حکومتي چارواکو غبرګونونه را وپارول.

د کابل ښار د څلورم مکروریانو اوسېدونکی ایت‌الله شرق او د اتمې ناحیې اوسېدونکی حمید په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي:

«لازمه برښنا نه لرو، د ورځې هېڅ برښنا نه وي او د شپې دوه ساعته له اتو بجو وروسته راځي. د برښنا نشتون خلک په تیارو کې کېنوي او اوبه بندېږي.» «په څلېرویشت ساعتونو کې موږ ښايي یو درې یا څلور ساعته برښنا ولرو، پرچاوي یې ډېره ده.»

یوشمېر کابل ښاریان د برښنا پر ناعادلانه وېش هم نیوکه کوي. د کابل ښار د ۵۰۰ فامیلیو او د ۳۱۵ سیمې اوسېدونکي احمدضیا او همایون وايي:

«زموږ سیمه کې د برښنا وضعیت هېڅ قانون نه‌دی معلوم چې څو ساعته برښنا، څه وخت راځي او کله بېرته ځي، هېڅ روښانه نه‌ده. یوه ورځ پر یوه وخت او بله ورځ پر بل وخت راځي.»

«روښانه نه‌ده، یوه ورځ برښنا وي او یوه ورځ نه وي. په کومه ورځ هم چې راشي، داسې وخت نه راځي چې موږ یې وکارولی شوو، مثلاً نیمه شپه راځي.»

بله‌خوا د کابل ښار یوشمېر کسب‌ګر او کوچني کاروباریان هم شکایت کوي چې د برښنا نه موجودیت له امله یې کارونه خراب شوي او له سخت مالي زیان سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حسین د کابل ښار په پل سُرخ سیمه کې سلماني لري. هغه وايي چې د برښنا نشتون له امله یې کار په ټپه ولاړ دی. نوموړی پر مسوولانو غږ کوي چې د برښنا ستونزه یې حل کړي.

کابل کې د برښنا ډېرې او دوامدارې پرچاوۍ سره سره د دغه ښار اوسېدونکي شکایت کوي چې په تېرو ‎څو میاشتو کې پرې د برښنا لګښت لوړ بلونه راغلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام