Asset 1SWN

اسراییلي ځواکونو دوه فلسطینیان وژلي

MQ67UOTJBJJYBDVEKCAVVTOPJE

فلسطیني سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې نن دوشنبه د مرغومې دولسمه د اشغال شوې لوېدیځې غاړې جنین ښار ته څېرمه له اسرایلي ځواکونو سره په نښته کې د یوه ۱۷ کلن ځوان په ګډون دوه فلسطینیان وژل شوي دي.

رویټرز همداراز د اسراییلو د پوځ له قوله ویلي، اسراییلو ځواکونو سیمه کې د هغو بریدونکو کور ړنګاوه چې په وینا یې، تېر کال د یوه وژل شوي اسراییلي سرتیري په وژنه کې یې لاس درلود.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسراییلو د پوځ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د مرګ‌ژوبلې پخلی نه دی شوی.

د تېرې یوې لسیزې په پرتله تېر کال لوېدیځه غاړه د اوږدو تاوتریخوالي شاهد وه چې ډېری تاوتریخوالي په نابلس او جنین ښار کې وو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دغو تاوتریخوالو کې لږ تر لږه ۱۵۰ فلسطینیان او ۲۰ اسراییلیان وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام