Asset 1SWN

غزني کې دوو وروڼو خپل پلار وژلی

IMG-20221018-WA0004

د غزني محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اندړ ولسوالي کې دوو وروڼو خپل پلار وژلی دی.

د غزني د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي، پېښه پرون دوشنبه د تلې ۲۵مه ناوخته د اندړ ولسوالي په «خرپه» کلي کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خالد سرحدي زیاته کړې چې دغو دوو وروڼو خپل پلار «زندۍ» کړی او وژلی یی دی. د غزني د امنیې قومنداني ویاند په وینا، له دغو دوو وروڼو څخه یو یې نیول شوی او د دویم د نیولو هڅې روانې دي.

تراوسه معلومه نه ده چې دغو کسانو ولې خپل پلار وژلی، خو له نیول شوي کس څخه څېړنې روانې دي. دا په داسې مهال دی چې پرون په کندهار ولایت کې هم یوه کس خپل زوی وژلی و.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د دغه ولایت محلي مسوولانو د یادې وژنې د انګېزې په اړه څه نه و ویلي، خو یوې سرچینې سلام‌وطندار ته تایید کړې وه چې دغه کس له دې امله خپل زوی وژلی و چې د نوموړي له دویم واده سره یې مخالفت کاوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام