د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ بنسټ یا نی نن د خبريالانو د وضعيت په اړه خپل تازه راپور خپور کړ. د نی اجراييوي رييس مجیب خلوتگر د خبريالانو د هدفي وژنو له زياتوالي په اندېښنې سره وويل، دې وضعيت د رسنيو ټولنې ته جدي ضربه وارده کړې او له کبله يې د رسنيو د کارکوونکيو شمېر را کم شوی دی.
د خلوتگر په وينا، د خبريالانو د وژنو د زياتوالي ترڅنګ د دوی د قتل دوسيو ته د رسېدنې په چاره کې د حکومت کړنلاره، ناسمه ده.
نوموړی زياتوي، حکومت د يادو د دوسيو د نه څېړنې ترڅنګ، هغو ته کورنی او شخصي رنګ ورکوي او د خبریالانو د وژنو د دوسیو له څېړلو ځان باسي.
خو د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین وايي، حکومت او کشفي بنسټونو د خبريالانو د قتل دوسيو ته په جدي توګه رسېدنه کړې او په تېرو دوه کلونو کې يې د تاوتريخوالي او د خبريالانو د وژنو په تړاو ۶۰کسان نيولي هم دي.
هدفي وژنو په رسنيو کې ډېری له ښځينه خبريالانو قرباني اخيستې او د هدفي وژنو ۴۰ سلنه هم ښځې جوړوي.
د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ بنسټ راپور کې همداراز راغلي، د خبريالانو د هدفي وژنو ډېروالی لامل شوی چې د رسنيو د کارکوونکيو په ځانګړې توګه د ښځينهوو شمېر کم شي.
د ياد راپور پربنسټ، ۹۰ سلنه په کندهار، ۴۰ سلنه په ننګرهار او ۲۰ سلنه ښځو هم په بلخ ولايت کې په رسنيو کې دندې خوشې کړې دي.