د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت اریوبځاځي ولسوالي ته د اختر څلور ورځو او شپو کې د چکر لپاره ګڼشمېر سیلانیان ورغلي دي.
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ثوابجان مسلمیار سلاموطندار ته ویلي چې د اختر په ورځو او شپو کې د اریوبځاځي ملي پارک ته د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه شاوخوا ۷۰زره سیلانیان ورغلي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، دغه شمېرې یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ټاکل شوې کمېټې په مرسته ټولې کړې دي.
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاته کړه چې اریوبځاځي ملي پارک یې یوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړی چې یاده سیمه کې سیلانیانو ته اسانتیاوې برابروي.
نوموړي وویل چې یاد شرکت سیلانیانو ته د اختر شپ او ورځو کې د شپې لهخوا خېمې، پاکې اوبه، برښنا او نورې اسانتیاوې برابرې کړې وې.
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ثوابجان مسلمیار سلاموطندار ته وویل چې اریوبځاځي کې د یاد شرکت لهخوا د اسانتیاوو رامنځتهکېدل لامل شوي چې سېلانیان دې سیمې ته ډېر ورمات شي.
افغانستان چې د چکر او سیاحت لپاره ښکلې او زړه راښکوونکې سیمې لري، خلک وايي، که حکومت یې د سیلانیانو لپاره د ورتګ ترڅنګ نورې اسانتیاوې برابرې کړي، حکومت ته د عاید ترڅنګ به د یادو سیمو خلکو ته هم د کار زمینه برابره شي.