تېرو دریو ورځو کې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې واورو او بارانونو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي.
پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې ویلي چې ۱۵ ولایتونو کې تېرو دریو ورځو کې د واورو او بارانونو پرمهال ۶۱ کسانو ژوند بایللی او ۱۱۰ نور ټپیان شوي.
پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې ویاند محمد یوسف حماد وویل، تراوسه پورې شاوخوا ۳۶۰ کورنۍ زیانمنې شوي او د مرستو رسولو بهیر دوام لري.
«په تېرو درېیو ورځو کې کابل، پروان، پنجشیر، بامیان، دایکندي، میدانوردګ، غزني، غور، بادغیس، هرات، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنگان او نورستان کې د واورو ورېدو له امله ۶۱ تنه زموږ هېوادوالو ژوند بایللی، ۱۱۰ تنه ټپیان دي، ۴۵۸ کورونه په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي او ۳۶۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.»
پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې له هې،ادوالو غوښتي چې ډېرې اړتیا پرته سفر ونه کړي.
پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې ویاند زیاتوي چې دا شمېرې لومړنۍ دي او بېلا بېلو سیمو کې له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې د ټیمونو سروې او ارزونې دوام لري چې ښايي ارقامو کې بدلون راشي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې، اړمن کسان او د ځینو لرې پرتو سیمو اوسېدونکي وایي چې په وروستیو ورځو کې واورو ورېدو سره هممهاله، د دوی ستونزې او اړتیاوې دوه برابره شوي.
د غور او فاریاب ولایتونو اوسېدونکي ګلهوس او عبدالرحیم په دې اړه وايي: «ژمی ډېر سخت تېرېږي؛ نه د ژمي لپاره سونتوکي لرو او نه د کور خرڅ. د کور سړی مې مړ شوی، یوازې پاتې یم. وچې ډوډۍ ته اړتیا لرم، ماشومان مې واړه دي، کار نه شي کولی. سونتوکي نه لرو؛ ماشومان مې له کوڅو شیان ټولوي او سوځوو. اوړه، لوبیا او غوړي زموږ سره مرسته وکړي.»
«له بدهمرغه، درنو واورو زموږ ستونزې لا زیاتې کړي او د سرپناه، سونتوکو، مناسب کار، معیشت او ورځني ژوند د نشتون له امله له ډېرو ستونزو سره مخ یو.»
افغانستان کې وروستۍ واورې د ځاني تلفاتو ترڅنګ، د یو شمېر لارو د بندېدو لامل هم شوي.
ځینې موټرچلوونکي وایي چې د لارو د بندېدو له امله په ډېرې ستونزو مسافر ښارونو ته رسوي.
محمدتقي چې د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ موټر چلوونکی دی وایي: «واوره ډېره شوې، لارې بندې دي او لارې هم نه پاکېږي. موږ خپله پرون د کلي لاره تر سړک پورې پاکه کړه. لارې ټولې یخ وهلي، هغه لاره چې مخکې به په ۱۵ دقیقو کې راتلو، نن یې نږدې په یو ساعت او څلوېښت دقیقو کې ووهو، ځکه لاره یخه وه او په ورو ورو راغلو. اوس هم ډېرې لارې بندې دي.»
په تېرو درېیو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د درنو واورو له ورېدو سره هممهاله، د ملګرو ملتونو اړوند دفترونو هم د اړمنو خلکو د وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او د بېړنیو اقداماتو غوښتنه یې کړې.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) تازه خبرداری ورکړی چې دامهال له هر پنځو افغانانو دوه یې بشري مرستو ته اړتیا لري.