Asset 1SWN

سلام وطندار

هرات کې د تېلو ۶۰ هټۍ تړل شوي

د تېلو خرڅلاو

د هرات محلي مسوولان وايي چې د هرات‌ښار د ۱۳مې ناحیې په سیمه کې د تېلو ۶۰ هټۍ، د خوندیتابه اړوند سپارښتونو د نه‌رعایتولو له امله تړل شوي دي.

د هرات د نفت‌ او ګازو ریاست استازی روزالدین وايي چې دغه هټۍ د اورلګېدنې مخنیوي او عامه نظم ښه‌والي لپاره تړل شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هرات نفت او ګازو ریاست استازي همداراز ټينګار وکړ چې د یاد ولایت د تېلو پلورونکو هټیو ته ۱۴ ماده‌ییز لارښوود ورکړل شوی او په وینا یې، که دغه مادې چا رعایت نه‌کړې، قانوني چلن به ورسره وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په دې ۱۴ ماده‌ییزه لارښود کې ویل شوي چې د تېلو پلورونکي هټۍ باید د خونديتابه او اطفایې وسایل ولري، د تېلو سټېشن څخه باید ۲۵۰ مټره واټن مراعت کړي، هغو ودانیو کې باید فعالیت ونکړي چې پورته پوړونو کې یې، د هستوګنې کورونه وي او ځینې نورې سپاښتنې هم هټۍ‌والو ته شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام